د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام د جمعې په ورځ له غرمې وروسته كندهار ته يووړل شو او هلته يې ګڼ شمېر كسانو ننداره وكړه.
په دې اړه په جوړو شوو مراسمو كې د كندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، افغانستان د نورو برخو ترڅنګ په ورزش كې هم چټک ګامونه پورته كړي، چې دغه جام يې ښه نمونه ده.
هغه د کرکټ ملي لوبډلې برياوې وستايلې او هيله يې څرګنده كړه، چې په راتلونكې كې په خپل زيار سره ياد جام هم خپل كړي.
بل پلو د كركټ بورډ عمومي رئيس عزيزالله فضلي وويل، د ولسونو هڅونه د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته دا توان ورکوي، چې په نړيواله كچه د لوبو برياوې خپلې كړي او خپل هېواد په ښه ډول وځلوي.
بايد وويل شي، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ نړيوال جام تېره چهارشنبې كابل ته راوړل شو او وروسته يې په باميان، هرات او كندهار كې تود هركلى وشو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ