ads

سمون: د مینې په وخت کې د شعر محصول د مینې غږ دی

د کليد مجلې درنو لوستونکو سلامونه او ښې چارې. په دې ګڼه کې مو د هېواد له ځوان شاعر او لیکوال نجي‌الله سمون سره مرکه کړې ده. سمون له نن څخه ۲۸کاله وړاندې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د نخي درې اړوند په حکیمخیلو کلي کې زېږېدلی دی.

نویسنده: mayar
14 لیندۍ 1397
سمون: د مینې په وخت کې د شعر محصول د مینې غږ دی

د کليد وېبپاڼې درنو لوستونکو سلامونه او ښې چارې. په دې ګڼه کې مو د هېواد له ځوان شاعر او لیکوال نجي‌الله سمون سره مرکه کړې ده. سمون له نن څخه ۲۸کاله وړاندې د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د اونخي درې اړوند په حکیم خېلو کلي کې زېږېدلی دی. سمون دیني زده‌کړې د کلي په جومات کړې دي. بیا د امام ابوحنیفه مدرسې ته ورغلی، منځنۍ زده‌کړې یې د شهید جمالالدین وردګ په متوسطه کې بشپړې او د لیسې دوره یې د کابل په ابوذرغفاري لیسه کې پای ته رسولې ده. لوړې زده‌کړې یې په ۱۳۹۳لمریزکال د ننګرهار په کمپیوټرساینس پوهنځي کې د لیسانس تر کچې رسولې دي. له شعر، ادب او ژورنالیزم سره مینې اړ کړی چې د نوي سیدجمال الدین دوه کلن انسټیټیوټ هم پای ته ورسوي. سمون نن سبا تکړه شاعر، کره کتونکی، ادیب او ژورنالیست دی. دا تاسو او دا هم له ښاغلي سمون سره زموږ د همکار حسيب الله نوري مرکه او د زړه خواله:
کلید: څه وخت مو د شعر ليکلو ته مخه کړه، لومړی شعر مو کوم و؟
سمون: له ماشومتوبه مې خوښېدل چې په ادبي پروګرامونو کې ګډون وکړم، د ستیج تر مخ د خلکو پر وړاندې ودرېږم او شعر ووايم، خو کله چې لسم ټولګي ته ورسېدم؛ نو د بديع او بيان مضمون په لوستو سره مې د شعر له ليکلو سره مينه اورنۍ شوه، له هماغه راهیسې مې د يو څه ليکلو هڅه کوله تر دې چې وپوهېدم شعر ليکلى شم. لومړى شعر مې د يوه دوست د شخصي ژوند په يوه ستونزه يو اوږد نظم و، خو اوس یې د خپرولو او بیا ویلو اجازه نهلرم.
کلید: ایا د شعرونو کومه ټولګه مو چاپ شوې ده او که نه؟
سمون: د اوښکې په نوم يو چاپي اثر لرم، د هدېرې په نوم د لنډو رښتينو کيسو يوه ټولګه مې له لاسه ووته او ګڼ شمېر نور ناچاپ شعرونه راسره دي، خو لا یې د خپرولو په اړه تصمیم نهلرم. د دې علت دا دی چې لا یې هم په بیا کتنه بوخت یم او په لا ښهوالي یې کار کوم، څو ټولنې ته داسې څه وړاندې کړم چې لوستونکي یې په لوستلو سره یو څه ترلاسه کړي. لکه څنګه چې کارګرو ته د دوی د دندو په مقابل کې مزد ورکول کېږي، شاعران هم باید لوستونکو ته داسې یو څه وړاندې کړي چې تر لوستلو وروسته حس کړي چې دوی له لوستل شوي مطلب یا شعر څخه یو څه تر لاسه کړل.
کلید: موږ ستاسو شعرونه، نثرونه او لیکنې لوستې دي، دا هر څه مو په ډېره ساده ژبه خلکو ته وړاندې کړي دي، سادګۍ ته ولې دومره اهمیت ورکوئ؟
سمون: په خندا…. فکر کوم چې ښکلا په سادګۍ کې ده، ځکه په درې ژبه کې وایي: زیبایی در سادگی است. په هر صورت زه غواړم د ولس په ژبه يوه شوخه، رنګينه او سياسي منتقده شاعري وکړم. د دې لهپاره تر ټولو اغېزناکه ساده ژبه بولم چې شاعري ورباندې وشي. که وګورو زموږ مشهورو شاعرانو د خپل شعر لهپاره ساده ژبه کارولې ده او علت یې هم دا دی چې دوی غواړي د ټولنې ټول وګړي د دوی شعرونه ولولي او پرې پوه شي.
کلید: تاسو د شعر او ښې لیکوالۍ ترڅنګه ښه کره کتنه هم کوئ، د خپلې بریا راز په څه کې وینئ؟
سمون: هڅه کوم د خپلې هرې ليکنې لهپاره دوه اړخونه وټاکم مثبت او منفي. ډېرى خلک د خپلې ليکنې په منفي اړخونو هېڅ فکر نهکوي، حال دا چې په ټوله کې هره ليکنه يو منفي اړخ هم لري، زه ډېرى وخت خپلې هغه ليکنې او توکي خپروم چې مثبتې اغېزې يې زياتې وي. په کره کتنه کې تر هغه پورې په څه نقد نهکوم، تر څو د هغه څوچنده لوړ بدیل ونهموم، سربېره پر دې تر ډېره هڅه کوم چې په هرڅه کې د ځان ښودنې په هدف ملاحظات ونه لټوم.
کلید: ایا د شعر له الهام سره اشنا یاست، یا په بله وینا څه وخت درباندې د شعر الهام راځي؟
سمون: شعر لکه ماشوم د ځېل ځاى نه ګوري، خو تر ډېره د درد او لږ د مينې په وخت کې زه د الهام څښتن کېږم. مینه او درد دواړه ډ ډېرې خوښۍ او خپګان په وخت کې سړي ته حاصلیږي او معلومداره خبره ده چې د مینې په وخت کې د شعرونو محصول د مینې غږ او د خپګان په وخت کې د شعرونو محصول د درد غږ دی چې د شاعر له خولې راوځي او د کاغذ پر مخ لیکل کېږي. لکه څنګه چې شاعر د مینې او خپګان په وخت کې له خپلو شعرونو خوند اخلي؛ همدغسې لوستونکي هم په همدغو دوو وختونو کې د شعرونو له لوستلو خوند اخلي.
کلید: شعرونه او غزلې مو په کوم قالب کې دي؟
سمون: شعر ازاد مرغه دى، زه په قالب او صنعتونو کې د شعر له بندي کولو سره جوړ نه يم، خو ما ډېرې غزلې او لږ ازاد نظمونه ليکلي دي. غزل ځکه زیات لیکم چې زیاته مینه ورسره لرم، د دردونو په دغه وطن کې په غزلونو او ازادو نظمونو په ښه توګه کولای شم چې د خلکو دردونه انځور کړم.
کلید: تاسو ښه شعر کوم شعر ته وایاست؟
سمون: ښه شعر هغه دى چې معنا ولري؛ يعنې دومره ساده باید ولیکل شي چې لوستونکی د هغه د معنا لټولو ته اړ نه شي. زموږ په ټولنه کې لوستي کسان کم او نالوستي زیات دي او ښه شعر هغه شعر دی چې نالوستي یې په اورېدلو سره په شعر کې رانغښتی مطلب په اسانی سره واخستلای شي او دې ته اړ نه وي چې نور یې ورته معنا کړي.
کلید: ستاسو شعر او نثر دواړه زیات مینه وال لري، د دې راز په څه کې دی؟
سمون: زه ډېر شعرونه او غزلې نه لیکم. کم شعر ليکم، خو هغه وخت چې زړه وغواړي، هغه وخت چې درد، مينه او احساس موجود وي، ممکن همدا سبب وي چې زما شعرونه او غزلې د خلکو ډېرې خوښې دي. ما تر ډېره د وطن مینه، دردونه او احساسات په خپلو شعرونو کې رانغښتي دي او هر شاعر چې د وطن په مینه، درد او د خلکو احساساتو ته په پام شاعري وکړي، شعرونه به یې ډېر خلک خوښوي او شهرت ته به رسېږي.
کلید: ایا داسې شعرونه او غزلې هم لرئ چې سندرغاړو ویلې وي؟
سمون: زه په سندرو کې له غزل سره علاقه لرم، ځينې کسانو غوښتنه کړې چې يو څه ورته وليکم، خو ما دا کار نه دی کړی، ولې غزلې مې ځينې غزلخوانو ملګرو جوړې کړې او ويلې یې دي؛ په لويه کچه يا زه د کرنخان په څېر له مشهورو غزلخوانو سره اړيکه نه لرم، يا ممکن زما شاعري دومره لوى شهرت ونه لري او يا هم دومره پخه نه وي. خو د پوهنې په برخه کې مې پنځه ترانې جوړې شوې او ثبت شوې دي.
کلید: د پښتو شعر له پاره روان کار په تېره بیا جوړېدونکې مناسبتي مشاعرې څومره د بسنې وړ دي؟
سمون: د پښتو شعر له پاره هڅه کېږي، ډېرى ځوانان شاعري کوي او يا علاقه لري، خو زما په نظر مناسبتي مشاعري کفايت نه کوي، تر څو د شعر له پاره د افغان ادبي بهير، نوښت ادبي بهير او نورو په څېر ادبي مکتبونه ونه لرو. د دغه ډول ادبي مکتبونو د رامنځ ته کولو لومړی مسوولیت حکومت او له هغه وروسته هغو بنسټونو ته اوړي کوم چې د ادبیاتو د پرمختګ له پاره کار کوي؛ لکه پوهنتونونه او د علومو اکاډمي چې دوی په دې برخه کې زیات مسوولیت لري.
کلید: له ادبي ژانرونو سره مو څنګه مینه پیدا شوه او د خپلې شاعرۍ د پخېدو له پاره مو له بهرنيو شاعرانو کوم رنګونه اخستي او مطالعه کوئ یې؟
سمون: دا مينه پخوانۍ وه، د شاعرۍ د پختګۍ په برخه کې مې بېل ادبي مکتبونه او پروګرامونه تعقيب کړي دي، د مختلفو کسانو شعرونه مې اورېدلي، ښه شعر مې د هر چا چې وي خوښيږي، خو په ځانګړې توګه د کوم مشخص شاعر د اشعارو مطالعه نه کوم. زما په نظر د شعر صنف مهم نه دی مهم په هغه کې هغه شته احساس او تصوير دى چې ټولنې ته وړاندې کیږي؛ نو ځکه خو يې ماته هم کوم خاص توپير نشته.
کلید: هغه شاعر چې د شعر ډګر ته نوی راوتلی وي، بايد کوم اساسي ټکي او معيارونه په پام کې ونيسي، که خپلې تجربې ورسره شريکې کړئ؟
سمون: زه وايم هر څوک بايد هڅه وکړي چې خپل ځان ته نوې لار وباسي، خپله هم هڅه کوم چې شاعري مې د بل تر اغېزې لاندې نه وي او ځانګړى سبک ولرم، نورو ته مې هم همدا توصیه ده. لکه څنګه چې پخوانیو مشهورو شاعرانو هر یوه د خپل شعر له پاره بېل سبک ټاکلی، همداسې نوي شاعران هم کولای شي د خپلو شعرونو له پاره نوي سبکونه ولري او د نویو سبکونو په رامنځ ته کولو سره نه یوازې دا چې په شعرونو کې ښکلا زیاتیږي، بلکې له دې سره د اړوندې ژبې ادبیات هم پیاوړي کیږي.
کلید: وروستۍ پوښتنه، د ژوند کولو له پاره څه شی اړين دي؟
سمون: زه به يوه نوې خبره وکړم، زما په نظر د ښه ژوند له پاره د ژوند د يوه ښه ملګري انتخاب دى، هغه هم په خپله خوښه او که چا دا انتخاب کړى وى هڅه دې وکړي چې هغه خوښ وساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA