د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له طالبانو سره د سولې پروسې د اسانولو لپاره د سيمې هېوادونو ته خپل درېيم سفر پيل كړ.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، خليلزاد د يوه پلاوي په مشرۍ د روانې ډسمبر مياشتې له دوهمې تر ۲۰مې نېټې له افغانستان، پاكستان، روسيې، ازبكستان، تركمنستان، بلجيم، متحده عربي اماراتو او قطر څخه ليدنه كوي.
سرچينه وايي، ټاكل شوې نوموړى له بېلابېلو چارواكو سره له افغان حكومت سره د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو په اړه وغږېږي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى خپل فعاليتونه د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره په همغږۍ مخته وړي.
دا په داسې حال كې ده، چې خليلزاد تېره مياشت كابل ته د خپل وروستي سفر په مهال له يو شمېر دولتي چارواكو، سياسي څېرو او د مدني ټولنې او رسنيو له استازو وليدل.
ده په قطر كې د طالبانو د سياسي دفتر له استازو سره هم خبرې وكړې.