ads

حماس ډلې پر اسراييلو څه باندې ۴۰۰ توغندي توغولي

اسراييلي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ له غزې ۳۰۰ توغندي د اسراييلو لور ته توغول شوي، چې له كبله يې ۲۶ اسراييلي وګړي ټپيان شوي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
22 لړم 1397
حماس ډلې پر اسراييلو څه باندې ۴۰۰ توغندي توغولي

اسراييلي چارواکي وايي، د دوشنبې په ورځ له غزې ۳۰۰ توغندي د اسراييلو لور ته توغول شوي، چې له كبله يې ۲۶ اسراييلي وګړي ټپيان شوي دي.
د اسراييل پوځ ويلي، د دوی د توغنديو دفاعي سيسټم ۶۰ توغندي په هوا کې پېژندلي او له منځه يې وړي دي.
بل پلو يو شمېر اسراييلي رسنيو د ځينو پوځي سرچينو له قوله پر اسراييلو د توغول شوو توغنديو شمېر له ۴۰۰ زيات ښودلى دى.
په ورته وخت كې حماس ډلې ويلي، تر هغې چې پر غزې د اسراييلو بريدونه روان وي، نو پر ياد هېواد به د دې ډلې د توغنديو باران هم دوام ومومي.
بلخوا د اسراييل اردو د دغو توغنديو په ځواب کې په غزه کې د حماس ۲۰ هدفونه په نښه كړي دي.
د فلسطيني چارواکو په وينا، د اسراييلي پوځ په دې بريدونو کې دوه فسلطينيان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA