امنيتي ځواكونو د سرپل په سانچارك او سوزمه قلعه ولسواليو كې د وسله والو طالبانو بريدونه په شا تمبولي دي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي كليد ته وويل، طالبانو تېره شپه د يادو ولسواليو پر امنيتي پوستو بريدونه وكړل، چې د امنيتي سرتېرو لخوا په شا وتمبول شول.
د هغه په وينا، په دغو شاوخوا نيم ساعته نښتو كې اته طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې دوشنبې په ورځ طالبانو په سانچارك ولسوالۍ كې د ولسي پاڅون كوونكو دوه پوستې ونيولې، خو امنيتي ځواكونه وتوانېدل، چې بېرته يې د هغوى له ولكې بهر كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ