ads

په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو مشري جنرال ميلر ته وسپارل شوه

په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو مشري نن له جنرال جان نيکولسن څخه جنرال سکاټ ميلر ته وسپارل شوه.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
په افغانستان كې د مېشتو بهرنيو ځواكونو مشري جنرال ميلر ته وسپارل شوه
????????????????????????????????????

په افغانستان كې د ناټو او امريكايي ځواكونو مشري نن له جنرال جان نيکولسن څخه جنرال سکاټ ميلر ته وسپارل شوه.
جنرال ميلر په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وويل، لا هم د افغانستان د پرمختګ لپاره زيات فرصتونه موجود دي او دا هېواد به بيا د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي ځای بدل نه شي.
هغه د افغانستان د جګړې د سياسي حل لپاره پر تروريستي ډلو پوځي فشارونه اړين وبلل.
بلخوا جنرال نيكولسن وويل، اوس د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدلو وخت را رسېدلی او يو شمېر طالبان هم سوله غواړي، خو هغوی جګړې ته هڅول کېږي.
د جنرال نيكولسن ځايناستى جنرال ميلر د امريكا په هاوايي ايالت کې زېږېدلى، په ۱۹۸۳يم كال کې له پوځي اكاډمۍ فارغ شوى او د امريکايي پوځ په بېلابېلو برخو کې يې دندې ترسره کړې دي.
دى تر دې مخکې په افغانستان کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو د عملياتو مشر و.
ده پر افغانستان سربېره په عراق، سوماليا او ځينو نورو هېوادونو هم د ترهګرو په ضد ماموريتونو كې برخه اخيستې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA