ads

د داعش ډلې دوه مهم غړي په ننګرهار كې د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي

په ننګرهار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي د خپلو كورنيو له پنځو غړو سره د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي دي.

نویسنده: mayar
11 وږی 1397
د داعش ډلې دوه مهم غړي په ننګرهار كې د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي

په ننګرهار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي د خپلو كورنيو له پنځو غړو سره د ملي امنيت ادارې ته تسليم شوي دي.
دې ادارې د يادې ډلې تسليم شوي غړي نن د يوه خبري کنفرانس په مهال رسنيو ته وښودل.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل، تسليم شوو داعشيانو په ننګرهار كې د داعش ډلې له پيدا کېدو سره سم فعاليت پيل کړى و.
د هغه په وينا، له جګړې لاس اخيستونكي داعشيان صديق الله او سجاد الله نومېږي او د اوركزو اېجنسۍ اوسېدونكي دي.
په ورته مهال د داعش ډلې تسليم شوى غړى صديق الله وايي، دوى څلور کاله د افغان حکومت په ضد جګړه وکړه او په پاى كې د ملي امنيت ځواکونو ته تسليم شول.
د نوموړي په خبره، دوى له خپلو کورنيو سره د اچين ولسوالۍ په باغ درې سيمه کې ژوند کاوه او د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د افغان پوځيانو خلاف جنګېدل.
صديق الله زياتوي، په داعش ډله کې نه يوازې پاکستاني، بلکې د ايران او ځينو نورو هېوادونو اتباع هم د افغان حکومت په ضد جګړه كوي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو كې په ننګرهار کې د داعش ډلې په وړاندې د افغان حکومت اقدامات ګړندي شوي او د امنيتي چارواكو په وينا، دا ډله يې سخته ځپلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA