په پکتيا کې هوايي بريدونو لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د احمد ابا ولسوالۍ په زرګل سيمه کې د وسله والو مخالفينو پر ټوليو د بريدونو په پايله کې ۳۳ طالبان وژل شوي او ۲۲ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، دا هوايي بريدونه تېره شپه ناوخته د ايتلافي ځواکونو لخوا ترسره شوي، چې د طالبانو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې هم په کې له منځه تللې دي.
سرچينه وايي، په يادو بريدونو کې له طالبانو پرته بل چا ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې تړاو تبصره نه ده كړې.