د شري ناروغۍ په ضد د واكسين د كمپاين لومړى ۱۰ ورځنى پړاو نن د خوست په ګډون د هېواد په ۱۶ ولايتونو كې پيل شو.
د خوست د عامې روغتيا رئيس ګل حبيب شاه انصاري وايي، د دغه كمپاين په مهال به ټول هغه ماشومان، چې عمرونه يې له نهو مياشتو تر لسو كلونو پورې وي، واکسين شي.
د کمپاين په ترڅ كې به په ټول خوست کې نېږدې ۳۵۰ زره ماشومانو ته د شري ناروغۍ د مخنيوي واكسين وركړل شي.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د يادې ناروغۍ په ضد د واكسين د كمپاين لومړى پړاو په ۱۶ ولايتونو کې عملي کېږي او د هېواد پاتې ۱۸ ولايتونه به ترې په دوهم پړاو كې برخمن شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ