مطیعالله شهاب یو کلن ماشوم و چې تنظیمي جګړو ورځنې پلار واخست او خپلې مور او کاکا ته ور پاتې شو. شهاب د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد ښار کې زېږېدلی او ښوونځی یې د همدغه ولایت له دارالایتامه راپیل کړی. تر اووم ټولګي پورې همدلته زدهکړې کوي او بیا د عمراخان په عالي لیسه کې شاملېږي. دمګړۍ شهاب دوه لیسانسه په لاس لري او د ځوانانو پارلمان غړی هم دی. دا ښيي چې د پلار نشت شهاب نهدی بېحوصلې کړی، بلکې هوډ یې لاپسې پیاوړی شوی دی.
شهاب له ښوونځي څخه تر فرغت وروسته کابل ښار ته راځي او په تنکۍ ځوانۍ کې له خپلې کورنۍ څخه مساپر کېږي. په لومړي ځل د کانکور په ازموینه کې بېنتيجې پاتې کېږي، خو دا هوډمن او د ټینګې ارادې زلمی د ژوند ننګونو او لوړو ژورو ته نه تسلیمیږي او په یوه شخصي پوهنتون کې خپلې زدهکړې پیلوي: «په شخصي پوهنتون کې مې زدهکړې کولې، خو له خپلو ملګرو سره د سالم رقابت په پایله کې کابل پوهنتون ته هم بریالی شوم.» شهاب په حقیقت کې د یوه پر ځای دوه پوهنځي وايي. نوموړی اوس یو لیسانس په اداره او تجارت کې لري او بل یې د کابل پوهنتون له ژورنالیزم پوهنځي څخه اخستی دی: «ساینسي مضامین مې چندان نهخوښېدل، خو له ادبیاتو او ټولنیزو علومو سره مې ډېره زیاته مینه وه؛ نو له همدې کبله مې ژورنالیزم پوهنځی وټاکه.»
شهاب وايي، ای کاش چې پلار یې ژوندی وای او د ده افتخارات یې کتلي وای. هغه ته خپل پلار نه وریادېږي. شهاب یو کلن و چې پلار یې په کابل کې د تنظیمي جګړو په نتیجه کې په شهادت رسېږي او دی له خپلې مور او خور سره یوازې پاتې کېږي: « د پلار نشت مې ځوروي، په انځورونو یې مینه ماتوم، له کاکا مې خورا زیات خوښ یم، زموږ لهپاره یې ډېر څه کړي دي.» شهاب له خپل کاکا څخه د خپل ژوندانه د تر ټولو نږدې او غوره ملګري په توګه یادونه کوي. نوموړی وايي چې تره یې د پلار تشه جبران کړې او د ده د ټولو ستونزو حل ته یې غاړه ورکړې ده. له دې سره سره چې شهاب خپل کاکا د ژوند تر ټولو نږدې ملګری بولي، خو د راز او نیاز ملګرې یې بیا مهربانه مور ده: «هیلهمند یم چې د خپلې مور لهپاره غوره زوی واوسم او خدمت یې وکړای شم.»
شهاب په خپل ژوند کې د مینې فلسفه هم لري او همدا څو میاشتې دمخه یې واده وکړ، هغه وايي: « له ژونده راضي او د الله تعالی په لورینو خوښ یم.» که د مینې له کیسې را تېر شو په کاري ډګر کې بیا شهاب یو ښه خبریال او تکړه مدیر هم دی. د دې ترڅنګ ښه پخلی هم کوي، د لوبیا، وریجو او غوښې په پخولو کې خورا ډېر مهارت لري: « پخلی مې په مساپرۍ کې زده کړ.» سابه، لوبیا او پیتزا یې د خوښې خواړه دي او د خپلې مور په لاس پاخه شوي خواړه یې ډېر خوښیږي. دا زلمی وایي چې د خپل ژوند په اوږدو کې تر نیمایي زیاتو هیلو ته رسېدلی دی او هیله لري چې پاتې ارمانونه یې هم پوره شي: « ۶۰په سلو کې خپلو اهدافو ته رسېدلی یم، هڅه کوم چې خپلو نورو اهدافو ته هم ورسېږم. فقط هڅه او کوښښ دی چې موږ د بریالیتوب په بریدونو دروي، که نه ماتې خورو او له پښو غورځو.»
شهاب له ځوانانو هیله لري چې د ښه ژوند طرحې وښندي او د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لهپاره پلانونه ولري او افغانستان د نړۍ له هېوادونو سره سیال کړي: «دا کار څه وخت کولای شو؟ هغه وخت چې خپل اهداف مشخص کړو او په تیارو کې ګام وانخلو.»
د شهاب په عقیده جګړهځپلی افغانستان ډېر کار ته اړتیا لري او دا کارونه او چارې باید ځوانان ترسره کړي او د خپل دردیدلي ولس ټپونو ته مرهم شي: « ځوانانو، زه وایم مهاجرتونه پرېږدئ، دا هېواد موږ په خپله په ګډه ابادوو، بل څوک دا هېواد راته نهشي ابادولی.»
نوموړی همداراز له ځوانانو هیله لري چې د ستونزو پر وړاندې هېڅکله د تسلیمۍ سرونه ټیټ نهکړي. د نوموړي په خبره ستونزې حللارې لري او دا ځوانان دي چې دغه حللارې باید ومومي: « زموږ زلمیان ستونزو ته تسلیمیږي، زه وایم له ستونزو سره ډغرې ووهئ، که ستونزو ته مو حللارې وموندلې راتلونکې به روښانه وي. پرمختللي هېوادونه له اوله همدومره پرمختللي نهوو، دوی ستونزو ته حللارې وموندلې او په نتیجه کې یې پرمختګ ته لارې اوارې شوې، که موږ هم همدا کار وکړو پرمختګ او ښه راتلونکې به مو یقیني شي.»
شهاب تلپاتې سولې او ټیکاو ته هم سترګې پر لاره دی او وایي، که افغانان دغې هیلې ته ورسېدل؛ نو د لسګونه کلونو مزل به په څو کلونو کې بشپړ کړي: « په دې تمه چې سیاسیون او مخالفان په یوه ټغر کیني او د افغانستان غمېزي ته د پای ټکی کېږدي، دا څلوېښت کاله د جنګونو په اور کې سوځو، نور بس دی.» له ځوانانو څخه د شهاب بله غوښتنه دا ده چې زدهکړې وکړي. نوموړی په خپله هم په کړو زدهکړو بسنه نهکوي او وايي چې دوکټورا هم اخلي. دا زلمی له خپلو نورو بریاوو سره سره اوس د ځوانانو پارلمان غړی هم دی. نوموړي وایي: «په ولایت کې مو تحریري او تقریري ازموینه ورکړه او د پنځوسو ځوانانو له جملې د دوو کالو لهپاره انتخاب شوم، اوس کابل کې د ولایتونو ستونزې د مختلفو ادارو مشرانو سره شریکوو او حللارې ورته پيدا کوو.))
مطیع الله شهاب دمګړۍ په کابل کې له یوې شخصي ادارې سره د رسنیو او ستراتیژیکو اړیکو د مسوول په حیث دنده ترسره کوي، له دې وړاندې یې له پوهنې وزارت سره د ټرینر او له ځینو نورو دولتي او نادولتي ادارو سره هم دندې ترسره کړې دي.
سربېره پردې شهاب د مدني ټولنې فعال غړی هم دی. نوموړی وايي چې دوی په کونړ ولایت کې د ځوانانو د همغږۍ مرکز لري: « دا مرکز ځوانانو ته وړیا کورسونه دایروي، له بېوزله زدهکوونکو سره مرسته کوي او د عامه پوهاوي نورې چارې ترسره کوي.»
شهاب زیاتوي چې د هر کار لپاره يې اراده غښتلې وي او په شروع کې وایي چې دی ګټونکی او بریالی دی: ((کلک هوډ او پخپل دریځ درېدل مې د بریا راز دی.)) دغه زلمي په کم عمر کې له هېواده بهر هم یو شمېر رسمي سفرونه کړي دي. نوموړی وایي: ((د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مې د خپل هېواد استازولي کړې ده. هندوستان، پاکستان، نیپال، بنګلهدیش او متحده عربي اماراتو ته مې سفرونه کړي دي او په نړیوالو کنفرانسونو کې مې ګډون کړی دی.)) د نوموړي په خبره له هېواده بهر سفرونه، ځوانانو ته له هېواد سره د مینې درس ورکوي، دی هیلهمند دی چې ځوانان به یې له هېواد سره د مینې درسونه زده کړي او خپل هېواد ته به د خدمت جوګه شي.
د ژوند کيسه/حسيبالله نوري
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ