د پښتو ژبې وتلی، لیکوال او سرڅیړونکی عبدالله بختاني خدمتګار له اوږده رنځ وروسته د ژوند پور پرې کړ او د یکشنبې په ورځ د ننګرهار سرخرود ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد د جنازې په مراسمو کې د ننګرهار او لغمان ولایتي مسوولینو سربېره، د هېواد له ګڼو ولایتونو څخه وتلو لیکوالانو، ادیبانو او د علم مینوالو ګډون کړی و.
عبدالله بختاني خدمتګار د پښتو ژبې د غني کېدو او د عدم تشدد مفکورې د پیاوړتیا لپاره لسګونه کلونه د قلم له لارې خدمت وکړ او له سلو ډېر کتابونه يې په ميراث پرېښودل.
د پښتو ژبې یو شمېر استادان او سرلاري وایي، دغه ژبه به په خپل عمر کې د استاد بختاني په څیر شخصیت پیدا نه کړي.
د جمهور رییس محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د استاد بختاني مړینه د پښتو ادب لپاره د لوې تشې بللو تر څنګ یادونه وکړه، چې په مرګ سره یې د ادب یو لوی باب وتړل شو.
د قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال او د هېواد وتلي لیکوال عبدالغفور لیوال وویل، چې ارواښاد بختاني د ویښو زلمیانو او خدايي خدمتګار د نهضتونو لاروی و او په دغه برخه کې خپلې ژبې او ولس ته ستر کار کړی دی.
هغه د استاد بختاني له لارویانو او د پښتو ژبې له څیړونکو غوښتنه وکړه، ترڅو د نوموړي د فکر غښتلتیا او اثارو د تحقیق لپاره کار وکړي.
عبدالله بختانی په ۱۳۰۴ لمریز کال د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د بختاني کلي کې زېږيدلی له مروجه دیني علومو وروسته يې فارسي او عربي ادبیات ولوستل او د روسي ادبیاتو د زده کړې لپاره د مسکو لومونوسوف دولتي پوهنتون ته لاړ.
دا عالم، ادیب او څېړونکی د یوې اوږدې ناروغۍ له کبله د ۹۲ کالو په عمر ومړ او پښتو ژبې ته یې له سلو پورته اثار په میراث پرېښودل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ