ads

ننګرهار كې لس جوړې شوې شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ادارې له لوري تېره ورځ د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې لس شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396
ننګرهار كې لس جوړې شوې شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولايت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ادارې له لوري تېره ورځ د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې لس شنې خونې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په دې اړه جوړو شوو مراسمو كې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ رئيس رفيع الله رحيمزي وويل، د کوز کونړ ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه د دوه ميليونه او اته سوه زره افغانيو په لګښت د دوو مياشتو په موده کې لس شنې خونې جوړې شوې.
هغه زياته کړه، يادې شنې خونې يې بزګرانو ته په وړيا ډول تر جوړېدو وروسته وسپارلې او همداراز يې ورسره له وړاندې د غيرې موسمي نباتاتو د کرنې په مهال د تخمونو او نورې تخنيکي مرستې هم کړې دي.
بلخوا د ننګرهار مستوفي عبدالله رقيبي بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې د دوى د اقتصادي وضعيت د ښه والي په هدف به نورې پروژې هم ترلاسه او پلې کړي.
هغه بزګرانو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو ځمکو کې زعفران وکري، ترڅو په اقتصادي ژوند کې يې مثبت بدلون رامنځته شي او د نشه يي توکو د کر مخنيوى وشي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA