د فراه چارواکي وايي، په دې ولايت کې په دوو جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه ۱۶ پوليس او ۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني کليد ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت پشتکوه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې بريدونه کړي، چې په پايله کې يې پوستې سقوط کړی او ۱۱ پوليس او دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو تېره ورځ د فراه ولايت د پشتکوه ولسوالۍ اړوند د تخت سنګ په سيمه کې د پوليسو يوې بلې پوستې ته سقود ور کړی دی.
د فراه د ولايتي شورا رييسې جميلې اميني نن سهار کليد ته وويل، په دغه بريد کې پنځه پوليس، چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي وژل شوي دي.
سر وايي، د يادو پوستو سرتېري څو ساعته له وسله والو سره په جګره بوخت وو، خو څوک يې مرستې ته نه دي ور رسېدلي.
د داوړو پېښو په اړه مو وغوښتل، چې د فراه ولايت د امنيتي ځواکونو نظر هم واخلو خو هغوی زموږ پرله پسې اړيکو ته ځواب ورنه کړ.