جمهور رييس محمد اشرف غني په هرات کې د افغان سپينې طلا د نساجۍ فابريکه بيا پرانيستله.
جمهور رييس په کابل کې د خپلواکۍ پر څلي د ګلونو د ګېډۍ د اېښودو په مراسمو کې تر ګډون وروسته هرات ته لاړ او هلته يې د افغان سپينې طلا د نساجۍ فابريکې بيا پرانيسته وکړه. دغه فابريکه د هرات په صنعتي ښارګوټي کې موقعيت لري.
جمهور رييس په دغو مراسمو کې وويل، د افغانستان سياسي خپلواکي شاه غازي امان الله خان ترلاسه کړه او د اقتصادي خپلواکۍ بنسټ نن د نساجۍ فابريکې په پرانيستلو اېښودل کېږي.
هغه له ټولو هغو کسانو مننه وکړه چې د افغانستان د سياسي او اقتصادي خپلواکۍ د اخيستلو په برخه کې يې هڅې کړې او کوي يې.
جمهور رييس له ټولو پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي تر څو ټوليز باور رامنځته شي او کاروبارونه وغوړېږي.