ads

محمد نبي ای پي ال لوبو لپاره هند ته ورسېد

د آى پي اېل په نوم د هند غوره ليګ سياليو كې د ګډون په هدف د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې آلراونډر لوبغاړى محمد نبي پرون له كابل نه هند ته ورسېد.

نویسنده: sarwan
14 وری 1396
محمد نبي ای پي ال لوبو لپاره هند ته ورسېد

د آى پي اېل په نوم د هند غوره ليګ سياليو كې د ګډون په هدف د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې آلراونډر لوبغاړى محمد نبي پرون له كابل نه هند ته ورسېد.
څه موده وړاندې د دغو سياليو لپاره ليلامۍ کې افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې له خوا وپېرل شول.
راشد خان په څلوېښت ميليونه هندي روپيو، چې شاوخوا ۶ سوه زره ډالره کېږي او محمد نبي په درې ميليونه روپيو، چې شاوخوا ۴۵ زره ډالره کېږي، پلورل شوي دي.
محمد نبي رسنيو سره خبرو کې هيله ښودلې، چې دى او راشد خان به د سنرايزرز حيدراباد لوبډله کې ښه وځلېږي.
د آى پي اېل لوبې د راتلونکې چهار شنبې په ورځ پيلېږي او په لومړۍ لوبه كې د يادو دواړو افغان لوبغاړو د لوبېدو چانس زيات دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA