د افغانستان او ايرلنډ د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د پنځو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه نن سهار پيل شوه.
دا لوبه د هند د نوي ډيلي په ګرېټر نويډا لوبغالي كې ترسره كېږي.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
تر دې مخكې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو لوبو د لړۍ درې واړه لوبې افغانستان ګټلې وې.
د ايرلنډ په وړاندې د کرکټ په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د افغانستان پرله پسې درې سترې برياوې د افغان چارواکو، مينه والو او نړيوالو له خوا وستايل شوې.
افغانستان لومړنی هېواد دی، چې د تېر کال له مارچ مياشتې راهيسې يې تراوسه په شل اوريزو لوبو كې ماتې نه ده خوړلې او د وروستۍ شل اوريزې لوبې ګټلو سره يې د دې ډول پرلپسې ګټونكو لوبو شمېر يوولسو ته ورسېد.
د كركټ پر پنځو يو ورځنيو لوبو سربېره به افغانستان او ايرلنډ يوه د لويو وچو يا انټرکانټيننټل څلور ورځنۍ لوبه هم ترسره كړي.