ads

ننګرهار ته به د برېښنا مزي د کابل ـ جلال اباد په عمومي سړک تېرېږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د برېښنا لينونه به د بادپښ سیمې پر ځای د کابل – جلال اباد له لويې لارې را لېږدول کېږي.

نویسنده: The Killid Group
6 تله 1395
ننګرهار ته به د برېښنا مزي د کابل ـ جلال اباد په عمومي سړک تېرېږي.

د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي، د برېښنا لينونه به د بادپښ سیمې پر ځای د کابل – جلال اباد له لويې لارې را لېږدول کېږي.

د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره ورځ په کابل کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار په مشرۍ، د ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، ننګرهار او لغمان واليانو، د برېښنا عمومي شرکت رييس او د ټولګټو چارو وزارت معين د ختیځ ولایتونو یو شمېر ستونزو په اړه ګډه ناسته وکړه.

خبرپاڼه وایي، په دغه ناسته کې د ختيځ زون د برېښنا اساسي حل، د کابل – جلال اباد امنيتي وضيعت ښه والی، د يو شمېر سړکونو او نورو پروژو د چارو ستونزو حل په موخه اړوندو مسولینو د حل ډاډ ورکړ.

سرچینه وایي، په دغه ناسته کې د برېښنا شرکت مشر ویلي، چې د امنيت شورا د پرېکړې پر اساس به د میزان له شپږم تاریخ سره سم، د کابل – جلال اباد په لويه لاره د لينونو غځولو په موخه سروې پيل شي.

سرچینې د ملي دفاع وزیر له قوله ویلي، د کابل – ننګرهار په لويه لاره يې د وسله والو ځپلو په موخه ځانګړې چټکې چورلکې ګمارلي ترڅو د ستونزو رامنځته کېدو پر مهال د بېړني اقدام د ترسره کېدو ترڅنګ د کوررنیو چارو وزیر هم ډاډ ورکړ چې په دغه لویه لاره د ډاډ من امنیت له پاره ګڼې هڅې پیل کړي دي.

په مرکز کابل کې د ننګرهار په یو شمېر ستونزو دا ګډه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې اوس هم وخت ناوخت د کابل له صروبي ولسوالۍ څخه ننګرهار او لغمان ته را غلي برېښنا ډېر کله په اونیو اونيو پرې شوي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA