ads

کابل ښاریان: د برېښنا کمښت له کړاونو سره مخ کړي یو

کابل ښاريان وايي، د تاجکستان وارداتي برېښنا له پرې کېدو سره په کابل کې برېښنا کمه شوې او دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

منصور یوسفزی
14 زمری 1399
کابل ښاریان: د برېښنا کمښت له کړاونو سره مخ کړي یو

هغوی زياتوي، د برېښنا کمښت او نشت نوې ستونزه نه‌ده، له ډېرو کلونو راهیسې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي او اوس د ۲۴ ساعتونو پرمهال یوازې د څو محدود ساعتونو لپاره له برېښنا برخمن دي.
ښاريان حکومتي مسوولين پر ناغېړۍ تورنوي او زياتوي، دغو چارواکو ته د ولس او عامو خلکو ستونزې مطرح نه‌دي او خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
کابل مېشتی مشعل محمدی پر حکومت نيوکه وکړه چې سره له دومره سيندونو او اوبو تر اوسه په دې نه‌دي توانېدلي چې د برېښنا ستونزه حل او د برېښنا توليد معياري بندونه جوړ کړي.
محمدي کليد ته وويل:
«له بده مرغه له پخوا راهیسې په افغانستان کې د برېښنا د کمښت او نشت ستونزه موجوده ده او حکومتي مسوولينو په دې برخه کې هېڅ داسې اقدامات نه‌دي چې دا ستونزه دې ورسره هواره شي، حکومت ته په کار وه چې د افغانستان پر اوبو یې د برېښنا د توليد بندونه جوړ کړې وی اوس به دې ډېره له دې ستونزې خلاص شوي وو.»
بل لور ته د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، افغانستان په پرېمانه کچه اوبه لري، خو د ناسم مديريت له امله بيا پر دې اوبو د برېښنا د توليد بندونه او سر بندونه نه‌دي جوړ شوي او نه هم دا اوبه مهار شوي دي.
د اقتصادي چارو کاپوه عبدالقادر جېلاني وايي، وارداتي برېښنا خپلې ستونزې لري او وخت ناوخت د بېلابېلو دلايلو له امله پرې کېږي، حکومت بايد دې ستونزې ته له‌پخوا پاملرنه کړې وی.
دی زياتوي، اوس بايد حکومت له لمر، سکرو ډبرو، باد او نورو شته سرچينو څخه د برېښنا د توليد لپاره کار واخلي، څو دې ستونزې ته تر يوه بريده رسېدنه وشي.
جېلاني کليد ته وويل:
«افغانستان پرېمانه اوبه لري، خو ناسم مديريت بيا د دې لامل شوی چې له دې اوبو څخه دې د برېښنا د توليد لپاره کار وانخیستل شي، حکومت بايد پر دې اوبو بندونه او سربندونه جوړ کړي وی ځکه وارداتي برېښنا خورا زیاتې ستونزې لري او وخت ناوخت پرې کېږي او خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ کوي.»
د افغانستان برېښنا شرکت مسوولين هم د برېښنا نشت له امله شته ستونزې مني، خو زياتوي، له ازبکستان سره یې خبرې اترې رواني دي، څو له دغه هېواد څخه ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا راوارد کړي.
د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، په کور دننه اوس‌مهال د نغلو بند ۱۰۰ او د سروبي د برېښنا بند بيا د ۲۲ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري.
نوموړی زياتوي، کابل ښاريان هم بايد د برېښنا کمښت ستونزه په پام کې ونیسي او تر هغې چې دا ستونزه هوارېږي، د بېځایه لګښتونو مخه دې ونیسي.
توحيدي کليد ته وويل:
«موږ د برېښنا ستونزې د هواري په هدف له ازبکستان هېواد سره خپلې خبرې اترې روانې کړي دي، ياد هېواد څخه به ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا راوارد شي، له هېوادوالو هيله لرو چې د برېښنا کمښت ستونزه په پام کې ونیسي او له بې‌ځايه لګښت څخه دې مخنیوی وکړي.»
کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې د برېښنا کمښت او نشت ستونزه له پخوا راهیسې موجوده ده، هېوادوالو تل په حکومت سختې نيوکې کړي او حکومت هم په وار وار سره د معياري بندونو او د هېواد پر سيندونو د پانګونه اچونې ژمنې کړي، خو تر اوسه د دې ستونزې د بنسټیز حل لپاره اساسي ګامونه نه‌دي پورته شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA