په پاکستان کې سياسي شخړې لا هم دوام لري او د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف ګوند اعلان وکړ، چې ګوند يې د پاکستان له ملي پارلمان او د پنجاب، بلوچستان او سند له ايالتي اسامبلو څخه د استعفا پرېکړه کړې ده.

عمران خان تېره شپه د پاکستان پايتخت اسلام اباد کې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال يو ځل بيا پر لومړي وزير نواز شريف غږ وکړ، چې له خپلې دندې دې ګوښه شي او د يو نوي پاکستان د جوړولو لپاره دې نوې ټاکنې ترسره شي.
نوموړي دا اعلان هم وکړ، چې که چېرې نواز شريف د شنبې ورځې تر ماښامه پورې استعفا ورنه کړي، نو د ده پلويان به د لاريون له ځايه د اسلام آباد حساسې سيمې (رېډ زون) په لور وخوځېږي او د مرکزي پارلمان او د لومړي وزير د دفتر مخې ته به احتجاج وکړي.
د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف او د طاهر القادري په مشرۍ د پاکستان عوامي تحريک ګوندونو د اګست مياشتې له ١٤مې نېټې راهيسې د نواز شريف د حکومت پرضد پراخ لاريونونه پيل کړي دي.