د هند لومړى وزير نريندرا مودي وايي، هېواد به يې د افغانستان له حكومت او خلكو سره د يوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ديموکراتيک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې، خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هند لومړى وزير نريندرا مودي وايي، هېواد به يې د افغانستان له حكومت او خلكو سره د يوه ځواکمن، سوله ييز، متحد، ديموکراتيک او سوکاله افغانستان د جوړولو په برخه کې، خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د خپلواکۍ د ٩٥يمې کليزې د رارسېدو په مناسبت، جمهوررئيس حامد کرزي ته د مبارکۍ په رالېږل شوي پيغام کې کړې دي.
له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د هند لومړي وزير ويلي، هند د افغانستان د ورور او ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره د څو اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو پياوړتيا ته ځانګړى ارزښت ورکوي.
د هغه په وينا، دغه همکارۍ د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پر نېک نيت ولاړې دي، چې بنسټ يې د هند او افغانستان د ګډو هيلو له مخې په سيمه کې د پرمختګ، سولې او ثبات د ټينګښت د هڅو په هدف اېښودل شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ