د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار کې د جمعې په ورځ د سخت طوفان او باران له كبله ۱۶ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۸۰ تنه ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
د پاكستان د خيبر پښتونخوا ايالت په مرکز پېښور ښار کې د جمعې په ورځ د سخت طوفان او باران له كبله ۱۶ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۸۰ تنه ټپيان دي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.
د رپوټونو له مخې، د طوفان او ورښت له كبله لسګونو ودانۍ هم نړېدلي دي.
ويل شوي، چې په مړو شويو کسانو کې ۵ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي.
د پېښور په وزيرباغ، فقيراباد، لاهوري ګېټ، دير کالوني، صدر او صدر ته څېرمه د نوتيې په سيمو کې ودانيو ته سخت زيانونه اوښتي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ