ناټو وايي، كه د افغان ټاکنو ستونزه زر هواره نه شي او نوى جمهوررئيس د بهرنيو ځواکونو شتون لپاره تړون لاسليک نه کړي، نو دوى به اړ شي چې له افغانستانه د بشپړې وتنې پرېکړه وکړي.
ناټو وايي، كه د افغان ټاکنو ستونزه زر هواره نه شي او نوى جمهوررئيس د بهرنيو ځواکونو شتون لپاره تړون لاسليک نه کړي، نو دوى به اړ شي چې له افغانستانه د بشپړې وتنې پرېکړه وکړي.
د ناټو سرمنشي انډريس فوګ راسموسن له رويټرز خبري اژانس سره مرکې کې ويلي، که په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شتون لپاره قانوني بنسټ نه وي، نو دوى به اړ شي، چې د روان ميلادي کال تر پايه له دغه هېواده ووځي.
د ناټو عمومي منشي وايي، دغه سازمان په نږدې راتلونکي کې غونډه لري او په دې غونډه کې اړينه ده، چې افغانستان په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو د پاتې کېدو لپاره له ناټو سره تړون لاسليک کړي.
ټاکل شوې ده، چې د سپټمبر په لومړۍ اونۍ كې د بريتانيا په ويلز كې د ناټو غونډه جوړه شي.
له همدې كبله تېره اونۍ د جمهوري رياست د کانديدانو ترمنځ د شوې موافقې د اعلان پرمهال د دې غوښتنه شوې وه، چې د رايو له ارزونې سم لاسي وروسته بايد د ټاکنو پايله د اگست تر پايه اعلان شي، چې په دې ډول نوى جمهوررئيس په دې غونډه کې د خپل هېواد استازيتوب وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ