ads

اسراييلو د جان كيري وړانديز رد كړ

د اسرايیلو امنیتي کابینې د غزې د اوربند لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کيري وړاندیز رد کړی دی. ازادي راډيو د اسراییلو د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ ليكلي، چې د جان كيري وړاندیز د رایو په قاطع اکثریت رد شو؛ خو زیاته یې کړه چې، وزیران به ورباندې د […]

نویسنده: The Killid Group
4 زمری 1393
اسراييلو د جان كيري وړانديز رد كړ

د اسرايیلو امنیتي کابینې د غزې د اوربند لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کيري وړاندیز رد کړی دی. ازادي راډيو د اسراییلو د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ ليكلي، چې د جان كيري وړاندیز د رایو په قاطع اکثریت رد شو؛ خو زیاته یې کړه چې، وزیران به ورباندې

د اسرايیلو امنیتي کابینې د غزې د اوربند لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کيري وړاندیز رد کړی دی.

ازادي راډيو د اسراییلو د ملي ټلویزیون د راپور پر بنسټ ليكلي، چې د جان كيري وړاندیز د رایو په قاطع اکثریت رد شو؛ خو زیاته یې کړه چې، وزیران به ورباندې بحث ته دوام ورکړي.

د اسراییلو خبري رسنیو ویلي، د صدراعظم بینیامین نتنیاهو حکومت غواړي؛ پوځ ته باید اجازه ورکړل شي چې؛ د حماس ډلې له خوا جوړ شوي تونلونه چې پر اسراییلو باندې حملو کې ورڅخه کاراخلي؛ له منځه یوسي.

ویل کیږي چې، د جان کري پر وړاندیز کې د یوه ابتدایي اوربند غوښتنه شوې او ورپسې به د ټولو اړخونو استازي په یوې نهایي معاملې مذاکره وکړي.

حماس تراوسه دغه وړاندیز په اړه څه ندي ویلي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون او د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري د اسراییلو او حماس ترمنځ د روانې جګړې د بندولو لپاره سختې هلې ځلې وکړي.

په جګړو کې تراوسه له اته سویو زیات فلسطینیان او ۳۷ اسراییلیان چې ۳۴ یې عسکر دي؛ وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA