د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري. د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د شنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنګي الوتکو د پوځي عملياتو په اوومه ورځ
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو پوځي عمليات دوام لري.
د پاکستاني پوځ د عامه اړيکو د دفتر ISPR لخوا د شنبې په ورځ په يوې خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جنګي الوتکو د پوځي عملياتو په اوومه ورځ په حسوخېل نومې سيمه کې د مېشتو سخت دريځو وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږه ٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د پاکستان هوايي ځواک په دغو بريدونو کې په سيمه کې د مېشتو سخت دريځو وسله والو ٣ مرکزونه او د وسلو او بارودو ګڼې زېرمې هم له منځه وړي دي.
د پاکستان پوځي سرچينې همدارنګه وايي، جنګي الوتکو يې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په پرتو قبايلي سيمو کې د پراخو پوځي عملياتو تر پيلولو وروسته په لومړي ځل افغان پولې ته څېرمه د خيبر اېجنسۍ په لرې پرتې سيمه کې هم هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې١٠ وسله وال وژل شوي او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي دي.
په شمالي وزيرستان كې تراوسه د پاكستاني پوځ په روانو عملياتو كې د بهرنيو وسله والو په ګډون ۲۵۰ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ