ads

شاهد: اسلام اباد او لاهور به د اور په لمبو وسوځوو

وسله والو طالبانو پاكستاني حكومت ته خبردارى وركړى، چې په وزيرستان كې د پوځ د عملياتو په غبرګون كې به لاهور او اسلام اباد د اور په لمبو لولپه كړي.  د پاكستاني وسله والو طالبانو وياند شاهدالله شاهد نيوزويك سره خبرو كې لومړى وزير نواز شريف او د پنجاب ايالتي حكومت په شمالي وزيرستان كې، […]

نویسنده: The Killid Group
26 غبرګولی 1393
شاهد: اسلام اباد او لاهور به د اور په لمبو وسوځوو

وسله والو طالبانو پاكستاني حكومت ته خبردارى وركړى، چې په وزيرستان كې د پوځ د عملياتو په غبرګون كې به لاهور او اسلام اباد د اور په لمبو لولپه كړي.  د پاكستاني وسله والو طالبانو وياند شاهدالله شاهد نيوزويك سره خبرو كې لومړى وزير نواز شريف او د پنجاب ايالتي حكومت په شمالي وزيرستان كې، د

وسله والو طالبانو پاكستاني حكومت ته خبردارى وركړى، چې په وزيرستان كې د پوځ د عملياتو په غبرګون كې به لاهور او اسلام اباد د اور په لمبو لولپه كړي.

د پاكستاني وسله والو طالبانو وياند شاهدالله شاهد نيوزويك سره خبرو كې لومړى وزير نواز شريف او د پنجاب ايالتي حكومت په شمالي وزيرستان كې، د پوځ د روانو عملياتو په پايله كې د بې ګناوو مسلمانانو وژنه او هغوى ته د مالي زيانونو د اړولو مسئول ګڼلي دي.

شاهد ويلي چې دوى پښتانه، بلوچ او په اسلام ميونو پنجابيانو ته بلنه وركړې چې له دوى سره يو ځاى شي.

نوموړي زياته كړې، چې په شمالي وزيرستان كې د غرب په غوښتنه د پاكستاني پوځ عمليات د سولې ټولې لارې وتړلې.

نوموړ خبردارى وركړى چې د پاكستان هره ودانۍ او د حكومت ټول كاركونكي به د دوى د بريدونو نښه وي او ټينګار يې كړى چې پايتخت اسلام اباد او د لاهور ښارونه به د اور په لمبو وسوځوي.

نيوزويك ورځپاڼې د پاكستاني طالبانو د وياند شاهدالله شاهد له قوله همداراز ويلي چې اوس د سولې وخت تېر شوى او پاكستاني حكومت ته به يې په خيرات هم سوله ورنه كړي.

په دې وروستيو كې پاكستاني پوځ په شمالي وزيرستان كې پراخه پوځي عمليات پيل كړي او د بمباريو له كبله يې شاوخوا سل وسله وال طالبان وژلي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم برنز په تېره مى مياشتې کې اسلام اباد ته په خپل سفر کې پر پاکستاني حکومت ټينګار کړى و چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو خوندي مرکزونه له منځه يوسي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA