د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ ناوخته د پاکستاني ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې ځانمرګى بريد شوى دى. پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د پوځ د عامه اړيکو د دفتر يا ISPR په حواله وايي، چې دغه ځانمرګى بريد د شمالي وزيرستان مرکزي ښار ميرانشاه بازار ته
د پاكستان په قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې تېره ورځ ناوخته د پاکستاني ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې ځانمرګى بريد شوى دى.
پاکستاني رسنۍ د دې هېواد د پوځ د عامه اړيکو د دفتر يا ISPR په حواله وايي، چې دغه ځانمرګى بريد د شمالي وزيرستان مرکزي ښار ميرانشاه بازار ته نژدې د دته خېل پر لويه لار په بويا نومي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو پر امنيتي پوستې شوى، چې په ترڅ کې يې ٣ پاکستاني سرتېري او ١ ماشوم وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان دي.
ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې نامعلومو وسله والو د پاکستانيو ځواکونو له امنيتي پوستې سره له بارودو ډک موټر وجنګاوه او ډزې يې هم وکړې.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
د دې بريد مسووليت تراوسه چاپرغاړه نه دى اخيستى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ