ads

د ترکيې د ډبرو سکرو کان كې چاودنې له ۲۰۰ زيات كسان وژلي

د تركيې د سوما سيمې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د اورلګېدنې او چاودنې له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د ترکيې د انرژۍ وزير طاير يلديز په ټلويزيوني مرکه کې ويلي، چې د چاودنې پر مهال دغه کان کې له ۷۸۰ ډېر کان کېندونکي موجود وو.     د […]

نویسنده: The Killid Group
24 غویی 1393
د ترکيې د ډبرو سکرو کان كې چاودنې له ۲۰۰ زيات كسان وژلي

د تركيې د سوما سيمې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د اورلګېدنې او چاودنې له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. د ترکيې د انرژۍ وزير طاير يلديز په ټلويزيوني مرکه کې ويلي، چې د چاودنې پر مهال دغه کان کې له ۷۸۰ ډېر کان کېندونکي موجود وو.

 

 

د تركيې د سوما سيمې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د اورلګېدنې او چاودنې له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د ترکيې د انرژۍ وزير طاير يلديز په ټلويزيوني مرکه کې ويلي، چې د چاودنې پر مهال دغه کان کې له ۷۸۰ ډېر کان کېندونکي موجود وو.

د نوموړي په خبره، کان کې د برېښنايي شارټۍ له کبله چاودنه وشوه، چې په ترڅ كې يې د تګ راتګ او د هوا ننوتو لارې وتړل شوې.

نن سهار وختي د ژغورلو ډلو كان ته اکسيجن پمپ کړ، څو د بندو کسانو په ژوندي پاتې کېدو کې مرسته وکړي.

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوغان البانيا ته خپل رسمي سفر لغوه کړی او د کان د دې پېښې د څارلو لپاره سيمې ته روان شوی دی.

په تركيې كې د کانونو په اړه تورې بحيرې ته څېرمه په ۱۹۹۲ کال کې يوه ناوړه پېښه رامنځته شوې وه، چې پکې ۲۷۰ کسان وژل شوي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA