ایران وايي دا هېواد حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې خپل پوځ شامل کړي. د ایران د ځمکني پوځ قومندان احمد رضا پوردستان په وینا، یوه ډله ایراني پوځیان له لازمو تخصصي زدکړو او تجهیزاتو سره دې ته چمتو شوي، چې د ملګرو ملتونو له سوله ساتي ځواک سره په عملیاتو کې برخه واخلي.
ایران وايي دا هېواد حاضر دی، چې د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په چوکاټ کې خپل پوځ شامل کړي.
د ایران د ځمکني پوځ قومندان احمد رضا پوردستان په وینا، یوه ډله ایراني پوځیان له لازمو تخصصي زدکړو او تجهیزاتو سره دې ته چمتو شوي، چې د ملګرو ملتونو له سوله ساتي ځواک سره په عملیاتو کې برخه واخلي.
دا ایرانى چارواکی زیاتوي، چې تر اوسه دوی خپل دا ځواک د ملګرو ملتونو په واک کې نه دي وركړي، خو که دغه سازمان یی غوښتنه وکړي، نو کولای شي، چې په دغه ماموریت کې برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د منشور پر اساس، د اړتیا پر مهال غړي هېوادونه باید د سولې د ساتنې لپاره دې سازمان ته لازم امکانات برابر کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ