ads

پر يوې ۱۷ كلنې نجلۍ د جنسي تيري خبر وركړل شو

ځايي چارواكو د كندوز په خان آباد ولسوالۍ كې پر يوې 17 كلنه نجلۍ د جنسي تيري خبر وركړ. د كندوز ولايت د ښځو چارو رياست چارواكي وايي، چې نوموړې پېښه د يادې ولسوالۍ په بخاري بندر سيمه كې د يوه سړي لخوا تر تښتولو وروسته رامنځته شوې ده. ځايي چارواكو د كندوز په خان […]

نویسنده: The Killid Group
4 مرغومی 1390
پر يوې ۱۷ كلنې نجلۍ د جنسي تيري خبر وركړل شو

ځايي چارواكو د كندوز په خان آباد ولسوالۍ كې پر يوې 17 كلنه نجلۍ د جنسي تيري خبر وركړ. د كندوز ولايت د ښځو چارو رياست چارواكي وايي، چې نوموړې پېښه د يادې ولسوالۍ په بخاري بندر سيمه كې د يوه سړي لخوا تر تښتولو وروسته رامنځته شوې ده.

ځايي چارواكو د كندوز په خان آباد ولسوالۍ كې پر يوې 17 كلنه نجلۍ د جنسي تيري خبر وركړ.

د كندوز ولايت د ښځو چارو رياست چارواكي وايي، چې نوموړې پېښه د يادې ولسوالۍ په بخاري بندر سيمه كې د يوه سړي لخوا تر تښتولو وروسته رامنځته شوې ده.

دغه جنۍ چې ذكيه نومېږي او د يوه ۴۵ كلن سړي په نامه ده د يادې سيمې د ښوونځي كې په څلورم ټولګي كې پر زده كړو بوخته ده.

نوموړې، چې يوازې يې د خپل نامزاد تصوير ليدلى كليد ته وويل، چې يو خو ترې هغه سړى په عمر كې مشر دى او بل دا، چې خپله لومړۍ ښځه يې په ټوپك ويشتې او وژلې وه، نو دا له همدې امله اړه شوه، چې له بل چا سره وتښتي او له دغې پېښې سره مخ شي.

نوموړې وايي، چې تېري كونكي ورسره ژمنه كړې، چې په شرعي نكاح به يې خپلوي، خو د نوموړې پلار غلام نبي بيا وايي، چې د فريد په نامه دغه تېري كوونكي يې لور بې برخه ليكه پرېښې او خپله ورك دى.

غلام نبي زياته كړه، چې اوس يې ترې د لور نامزاد 260000 افغانۍ او د ده نهه كلنه لور په بدو كې غواړي.

دى له دولت او د ښځو د حقونو له ادارو هيله كوي، چې د دغې پېښې عاملين ونيسي او په سزا يې ورسوي.

بلخوا د كندوز د ښځو چارو رييسه نادره گياه په داسې حال كې، چې دغه پېښه غندي وايي،  نجونې تل د داسې قربانيو ښكار كېږي، خو دولت يې د عاملينو په نيولو كې هېڅ ډول پاملرنه نه كوي.

په همدې حال كې د كندوز ولايت امنيتي چارواكي وايي، چې دوى د عاملينو د پېژندنې او نيولو په برخه كې لازمې پلټنې پيل كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA