ads

د تمثيل او تمثيلي هنر استازى شاعر

د پښتو په معاصرو ادبياتو او په تېره په پښتو نظم کې يو ښه تمايل تمثيل او يا تمثيلي هنر ته مخه کول دي. دا د هغو هنري هڅو مجموعه ده، چې د شعري توکو سره د  نښتيو برخو په مرسته د انساني ژوند غوښتنې تصوير کړي، يعنې داسې انځورونه يا تصاوير جوړ کړي، چې […]

نویسنده: The Killid Group
30 لړم 1390
د تمثيل او تمثيلي هنر استازى شاعر

د پښتو په معاصرو ادبياتو او په تېره په پښتو نظم کې يو ښه تمايل تمثيل او يا تمثيلي هنر ته مخه کول دي. دا د هغو هنري هڅو مجموعه ده، چې د شعري توکو سره د  نښتيو برخو په مرسته د انساني ژوند غوښتنې تصوير کړي، يعنې داسې انځورونه يا تصاوير جوړ کړي، چې د بشري ژوند يوه برخه ت

د پښتو په معاصرو ادبياتو او په تېره په پښتو نظم کې يو ښه تمايل تمثيل او يا تمثيلي هنر ته مخه کول دي. دا د هغو هنري هڅو مجموعه ده، چې د شعري توکو سره د  نښتيو برخو په مرسته د انساني ژوند غوښتنې تصوير کړي، يعنې داسې انځورونه يا تصاوير جوړ کړي، چې د بشري ژوند يوه برخه تمثيل کړای شي. نن سبا زموږ يو شمېر ځوانو شاعرانو دې برخې ته په پوره مينه مخه کړې او هستونې يې دا ډاډ رابښي، چې سبا ته به موږ په پښتو ادبياتو کې د تمثيل ډېرې اوچتې بېلګې ولرو.

دا ځل همدې موضوع ته په پام سره، د پښتو معاصر شعر يوه داسې ځوانه څېره درپېژنو، چې پخپلو هستونو کې د تمثيل په لور ډېره ليوالتيا لري، د دغه هنر يو استازى شاعر او د عشق او مينې د ملكې يو مين انځورګر  عبدالغفور لېوال دى.

لېوال د ښاغلي علي محمد خان زوى له نن څخه كابو شپږ دېرش كاله مخكې د كابل د چهار اسياب په موسهي كې زېږېدلى او د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي کې يې خپلې زده كړې سرته رسولې. لېوال له درېو كلونو راپديخوا د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مركز  مشر په توګه دنده سرته رسوي.

لېوال لا ډېر تنكى و چې شعرو شاعرۍ ته يې مخه شوه. كله چې د ده لومړني چاپ اوناچاپ شعرونه لولو، دى راته په هماغه تنكيني عمر كې د مينې د فكر خاوند شاعر ښكاري او دا ځكه، چې ده د څه ليكلو له پيل څخه خپل مخاطب درلود.

تراوسه د ښاغلي لېوال اووه شعري ټولګې چاپ او خپرې شوې دي، چې مخه ښه او دوې منظومې، ژړا اور مينه، هوسۍ، ارشاك او اوشاس، كله چې ته خپه شې، نه ته مې هېره نه وې.ته زما ټوله شاعري يې او لام او ايلينو نومېږي.

د ټراى ښځې مشتركه منظومه ژباړه ده چې ده او ارواښاد پوهنمل اسد اسمايي په ګډه ژباړلې او چاپ شوې ده.

د ورېښمو تول، د ماشومانو سندرې او غوره بوختياوې،ادبي يادښتونه او اروايي ښامار د ښاغلي ليوال چاپ شوي څېړنيز اثار دي.

د لېوال ناچاپ اثار په لاندې ډول دي:

– د ژبښوونې ارونه، د ليسانس د دورې مونوګراف

– درېيمه لار، سياسي تحليلونه

لېوال ډېر ځله په غزل او ازاد شعر دواړو كې طبعه ازمويلې او د ازاد شعر يو ښه شاعر دى. ښه والى يې په دې كې نغښتى، چې ژبه يې ډېره خوږه او موسيقاره ده او همدغه د ژبې خوږلت او ډېر موسقيت د دې سبب شوى، چې شعرونه يې ذهن نشينه او تر ډېره وخته د لوستونكو او اورېدنكو په ذهن كې ځاى خپل كړي. اجمل تورمان يې د شعر دغه ښكلا ستايي.

عبدالله پيكار، چې د ليوال د ” كله چې ته خپه شې” شعري ټولګه ډېره لوستې، د همدغې ټولګې د شعرونو په بنسټ په دې نظر دى، چې د ليوال شعرونه له پوره موسيقيت نه برخمن دي.

د هر شاعر د شعر موضوع بدله وي او د هر شاعر شعر خپله فضا لري، د ليوال د شعر فضا مينه ده، خو هغه مينه، چې زموږ درد په كې نغښتى. پيكار تر يو بريده همدا خبره كوي: ((  د ليوال صاحب په  شعر كې خو به عناصر ډېر وي، خو عاشقانه احساسات په كې ډېر غالب دي او د دغو ا حساساتو ترمنځ يو ريتم او تناسب وجود لري.))

ليوال نوښتګر دى او هڅه كوي، چې نوي موضوعات راواخلي او نوې تجربې بيان كړي، دى له هرهغه څه نه، چې اغېزمن شي هغه د داسې ښكلو او شرنګېدلو كلماتو په جامه كې رانغاړي، چې د عاطفي ښكلا ترڅنګه له پوره شعريت او هنريت نه مالامال وي.

نورمحمد لاهو د ليوال په شعر كې د نوښت مسئلې ته داسې نغوته كوي: (( عبدالغفور لېوال يو له هغو ځوانو شاعرانو څخه دى، چې تل هڅه كوي د نوښت او ابتكار په لوري ګام واخلي، خپله خبره پخپله طريقه وكړي او د نورو په ژوول شويو مړيو بيا شخوند ونه وهي. كله كله كه كوم څه را اخلي هم كوښښ كوي، چې په هغه كې خپله تجربه ورګډه كړي.))

د ليوال بيان انځوريز دى او هر شعر يې له عيني او ذهني انځورونو رغښت موندلى. د دري ژبې نوښتګره شاعره نجيبه ايوبي، چې كله كله په پښتو ژبه هم شاعري كوي او د ليوال د شعر له ښو مينه والو څخه ده، ليوال راته يو انځورګر شاعر راپيژني:(( هغه تصويرونه، چې لېوال پخپلو شعرونو كې راوړي، په رښتني توګه مجذوب كوونكي دي، له عملي ژوند او تجربو سره خپله ځانګړې همغږي او پيوستون لري. هر انسان كولى شي، چې خپل ځان او خپله دنيا د ليوال په شعر كې ومومي. انځورګري د ليوال د شعرونو يو له خصوصيتونو څخه ده، دغه انځورګري دومره ښكلې او ظريفانه ترسره كوي، چې زه فكر كوم هغه به ډېر كم كسان وي، چې د ليوال شعر يې لوستى وي او دغه ظرافتونه او نازكخيالۍ يې نه وي درك كړي.))

يوه بله ښه ځانګړنه، چې د ليوال په شعرونو كې زموږ پام ځانته جلبوي، هغه كليوالي انځورونه دي. د ليوال اكثر شعرونه دا ځانګړنې لري. د ليوال په شعرونو كې د كليوالي انځورونو د كارونې قوت په دې كې نغښتى او خپله ښكلا لري، چې فضا يې هم كليواله وي. نذير احمد نذير دا ځانګړنه د ليوال د شعر كمال بولي.

ليوال په پښتو ازاد شعر كې د لوى لاس خاوند شاعر دى او كمال يې دا دى، چې دا ډول شعرونه له هره اړخه په تول پوره او برابر ليكي او د خيال او فكر ترمنځ تناسب ته ډېر ارزښت وركوي. اسدالله غضنفر د نوموړي د مكتبۍ په نامه ازاد شعر په وروستيو څو كلونو كې تر ټولو ښه ازاد شعر ګڼي: ((په دې شعر كې يو ډېر مظبوط پلاټ موجود دى، يعنې د شعر مصرې، د شعر جملې او مختلفې برخې يې يو بل سره تړلې دي. موږ معمولا وينو، چې شاعران د شعر د موسيقۍ او يا هم د خپلو احساساتو تر اثر لاندې راځي او ځينې جملې هسې اضافه شعر ته ورواچوي. زموږ په ډېرو نثرونو كې دا ستونزه شته، اما د مكتبۍ نظم كه څه هم اوږد نظم دى، خو بيا هم يوه جمله او كه ووايو حتي يوه كلمه هم په کې اضافي نه ترسترګو كېږي. دا زما لپاره يو باارزښته شى دى.))

غضنفر په دغه ازاد شعر كې يوه ځانګړنه دا هم په ګوته كوي، چې د ژوند په انځورولو كې ډېر كامياب دى. دا ځكه چې موږ معمولا دا فكر كوو او له شعر نه دا غواړو، چې هغه يو خيالي ژوند انځور كړي، يو داسې حالت انځور كړي، چې په واقعي دنيا كې نه وي.

فرضا موږ په شعر كي يوه داسې معشوقه لرو، چې هغه تر لمر او سپوږمۍ هم ښايسته وي او په دنيا كې يې جوړه نه وي. غضنفر دا يو ډول تر حقايقو پورته خبرې ګڼي او وايي: (( موږ پخپله مينه كې تر مجنونه اړولې وي، چې دا يو ډول ايډياليستيكې، رومانتيكې او تر حقايقو پورته خبرې دي، خو د ليوال صاحب په شعر كې افغاني ژوند، د افغان كليوالو ژوند، د دوى طبقاتي ژوند، د دوى مذهبي تمايلات او حتى د كلي هغه ماحول او ټول اجتماعي حالت تر ډېره حده په ډېر روښانه ډول ترسيم شوى وي.))

غضنفر د دې شعر د ښه والي يو علت دا ګڼي، چې د يوې لنډې كيسې ځينې خصوصيات په كې ترسترګو كېږي.

د ژبې ښكلا د مكتبۍ شعر يوه بله غوره ځانګړنه ده، چې ښاغلى غضنفر يې په دې ټكو كې يادونه كوي: (( ځينې خلك فكر كوي، چې ژبه همدا يوه ده، چې موږ پرې خبرې كوو، حال دا چې مختلف طبقات د ليك او لوست په لحاظ، د قدرت په لحاظ او د فكر په لحاظ مختلف طرزونه لري، مثلا د مكتبۍ په ازاد شعر كې هغه بيسوادې مېرمنې كپر د كفر په ځاى وايي او يا د مسلمان په ځاى بسلمان وايي، دا عاميانه ژبه ده، دا شعر ژوندى كوي.))

دغه شعر يوه بله خوږلني هم لري، چې هغه يې طنزي بڼه ده. غضنفر په دې اړه وايي: (( زما په خيال ښه ادب له طنزه خالي نه وي، البته برسېرن طنز نه، نه! بلكې له عميق طنز نه او په دې شعر كې يو عميق طنز شته او هغه طنز دا دى، چې صاحب زاده يو روحاني كس دى، خلك فكر كوي، چې دى له يوې ښې كورنۍ ده، دى بزرګ دى، د ده دعاګانې او تعويذونه به چلېږي، خو له بلې خوا دى، چې دى ځانته مخصوص شخصي ژوند، چې په مينه، عشق او مستۍ ولاړ دى، هم لري، دغه يو قسم تفاوت دى، د دوو مختلفو ژوندو ترمنځ تضاد دى.))

د غضنفر په وينا دغه تضاد، چې دى په شعر كې يو پټ عميق طنز رامنځته كړى دى او د معنى او مفهوم په لحاظ يې دا قوت پيدا كړى، چې د انسان ژوند يو مخيز نه دى، بلكې د انسان ژوند له اضدادو ډك دى او د انسان ژوند مختلف تفاوتونه لري او د ژوند عمق هم دا دى، يعنې له ژوند، خلكو او كركټرونو سره يې برسېرن چلن نه دى كړى، بلكې د يوه انسان په ژوند كې يې مختلف او متضاد اړخونه پيدا كړي او په دې ډول يې يوه ايروني او يو طنز پيدا كړى دى او د هغه له لارې يې موږ ته ډېر عميق پيغام په لاس راكړى دى.

د ليوال يو بل په زړه پورى نوښت، د منظومو ليكل دي او هغه هم په ډېره زياته پيمانه. تراوسه هغه تر شلو زياتې لنډې او اوږدې منظومې ليكلې دي، چې د اوږدو منظومو دوه كتابونه يې د هوسۍ او ارشاك و اوشاس په نومونو چاپ او خپاره شوي دي. د منظومو غوره والى يې په دې كې دى، چې په ښه هنري انداز او عاطفي جامه كې رانغاړل شوي او كيسه ييز خوند او رنګ لري.

د لېوال د منظومو يوه ښه ځانګړنه دا ده، چې پخوانۍ كيسې او پخواني اتلان په ښه انداز كې رااخلي او هغه د هېرېدو په حال كې كيسې او څېرې بېرته راته ژوندي كوي.

ارشاك او اوشاس د ليوال همداسې يوه منظومه ده او په ترڅ كې يې موږ دې ته ځير كېږو، چې هغه وخت حالات څنګه وو او زموږ اتلانو څه اتلولۍ كړې دي او د مينې څومره جوش، پاكي او درناوى و.

كه څه هم تر ښاغلي ليوال دمخه د دري ژبې پياوړى ليكوال نجيب توروايانا، چې د اوچت قلم خاوند ليكوال و، دغه پېښه په يوه اوږده كيسه كې رانغاړلې، خو د ليوال كمال دا دى، چې د پېښې پر هنري كولو سربېره يې هغه ته داسې موسيقي او وزن وربښلى، چې د تلپاينې ضمانت يې كوي.

استاد محمد آصف صميم ليوال يو ځيرمن شاعر بولي او د هغه د منظومو په اړه وايي: (( ليوال ښه شعر او نثر ليكي، هغه يو تنكى او زلمى نقاد دى. د ده په شعر كې تلميحات يا اسطورې زياتې وي، چې دا پخپله د ده د شعر د منځپانګې او تاريخ ترمنځ تړاو رامنځته كوي. دغه كار پخوانو شاعرانو هم كړى دى او اوسني يې هم كوي، همدغه پېښې دي، چې د نوي كهول او ځوانانو تړاو له خپل تېر تاريخ، عظمتونو او وياړونو سره جوت ساتي. زه ده ته په دغه نوښت كې د لا برياليتوب هيله كوم او دا تمه لرم، چې دى لا نور خپل نوي كهول ته د هېرېدو په حال كې افتخارات مخې ته كېږدي او په بيا راتاندولو كې يې خپله برخه واخلي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA