ads

په شګو کې د سرو زرو پلټنه

په تخار ولایت کې د سرو زرو پلټونکي د ژمي په رارسېدو خوښي څرګندوي چې ښايي د زرو د موندنې چارې به یې ښې شي. د تخار ولایت د مرکز تالقانو ښار په ختیځه څنډه کې لوی سیند بهیږي،   په تخار ولایت کې د سرو زرو پلټونکي د ژمي په رارسېدو خوښي څرګندوي چې […]

نویسنده: The Killid Group
27 مرغومی 1389

په تخار ولایت کې د سرو زرو پلټونکي د ژمي په رارسېدو خوښي څرګندوي چې ښايي د زرو د موندنې چارې به یې ښې شي. د تخار ولایت د مرکز تالقانو ښار په ختیځه څنډه کې لوی سیند بهیږي،

 

په تخار ولایت کې د سرو زرو پلټونکي د ژمي په رارسېدو خوښي څرګندوي چې ښايي د زرو د موندنې چارې به یې ښې شي.

د تخار ولایت د مرکز تالقانو ښار په ختیځه څنډه کې لوی سیند بهیږي، دلته د خطایان سیمه پرته ده، چېرته چې هره ورځ نږدې د ۲۰۰۰ زرو په شاوخوا کې ځوانان، سپین ږیري او ان کوچنیان  د سرو زرو په لټه کې خپله  ورځ تېروي او هڅه کوي چې له دې لارې روزي وګټي.

دلته د خطایان سیمه د ډېر پخوا راهیسې د سرو زرو په لرلو شهرت لري، د فرخار، کلفګان او د تالقانو د شاوخوا سیمو خلک خپله ورځنۍ نفقه د سرو زرو په موندلو او د شګو او ډبرو په خرڅلاو برابروي.

دوی په ورځ کې له څلورو تر پنځو سوو افغانیو عاید لري. په شګو کې د زرو دا پلټونکي وايي چې د پسرلي، اوړي او مني په نسبت یې په ژمي کې کارو بار ښه وي، ځکه په ژمي کې د سیند اوبه کمېږي.

د دغو کسانو په ډله کې یو هم ۵۰ کلن عبدالکریم دی چې د ۳۰ کلونو راپه دې خوا په شګو کې سره زره لټوي.

دا  کار په حقیقت کې د ده په کسب بدل شوی.

نوموړي د خپل کار په اړه کلید ته وویل:(( بس ښه ده، زموږ کار پر مخ روان دی، دلته ۲ متره پلاستیک او یو سوان او یوه اندازه وړۍ په کار دي چې شګې را څخه اوبه یونه سي، نور ډېر څه نه غواړي، زما همدا پیشه ده، دا دیرش کاله کېږي چې همدا کار کوم او خپلو اولادونو ته نفقه برابروم.))

یادې سیمې ته د فرخار، کلفګان او یو شمېر نورو شاوخوا سیمو نه خلک د سرو زرو د موندلو په هدف راځي. هېڅوک یو پر بل کار نه لري او هر څوک خپل کار کوي، دلته هم ځنې خلک ځمکه نیسي او نورو ته یې په اجاره ورکوي.

د کلفګان ولسوالۍ نه راغلى رجب علي چې په سیمه کې  د شګو په شنلو بوخت دی او په شګو کې د سرو زرو د موندلو په چاره کې پوره مهارت لري وايي، دوی لومړى یوه ټوټه ځمکه په نښه کوي، بیا وروسته د یوم ( بېل)، ګلنګ او داسې نورو وسایلو پر مټ یی راسپړي او بیا په پای کې شګې چاڼوي.

هغه وایي، هغه شګې چی زر لري د عادي شګو نه توپیر لري، هغه شګې چې زر لري یو ډول ځانګړې ډبرې لري چې په اصطلاح ورته چخني وایي.

دی وایي، موږ  لومړى د شګو ردیفونه ګورو بیا کار پیل کوو. هره برخه منګ لري، داسې ځایونه هم شته چې د یو متر په اندازه کیندل کېږي، مګر برعکس داسې ځایونه هم شته چې ۱۱ متره یی ژوروو، څو چې زر په کې ومومو.

دی وایي، کار سخت دی ان ځنې وختونه ۲۰ ورځی هم وخت نیسي، څو زر پیدا کړو خو دی په دې ډاډه دی چې ځنې وختونه که زر هم نه پیدا کېږي، شګې خرڅېږي او د دوی د کور ګوزاره پرې روانیږي.

نوموړی وايي چې دا هم  د روزۍ د موندلو لپاره یو کار دی. له سهاره تر ماښامه د شګو په اړولو رااړولو باندې د ورځې حد اقل دوه سوه او حد اکثر څلورسوه افغانۍ پیدا کولای شو.

عزیزالله هم یو له هغو کسانو دی چې په خپل کارو بار او پیداګرۍ راضي ښکاري. هغه وايي چې د موندل شویو سرو زرو لس ګرامه د شپږو او یا اووه نیمو زرو افغانیو په شاوخوا کې پلوري: ((دا کار مو چې وکړ، بیا په مزدورانو پیسې تقسیموو.))

دا په حقیقت کې په تخار ولایت کې د سرو زرو د یوه شګلن کان سیمه ده چې د نورو سیمو په څېر په نامسلکي توګه کیندل کېږي.

د تخار ولایت د کانونو آمر طاهر خان وایي چې د خطایان د سرو زرو کان رسوبي دی او په وینا یې له ډبرینو کانونو د سرو زرو راویستل سخت کار دی.

طاهرخان وايي چې د دغه شګل کان د سروې لپاره څو ځلې د کانونو وزارت چارواکي ورغلي، خو د زرو کچه یې هومره ناچیزه ده چې د پانګونې اړتیا یې نه احساسیږي او د دې لپاره چې د غریبو لاسنیوی شوی وي، څه یې ونه ویل او بېرته ولاړل: ((دا د نورابي کان  په څېر نه دی چې ډ‎ېر ارزښت ولري یا د قرارداد وړ وي چې موږ  یې له کوم شرکت سره قرارداد وکړو.))

د شویو ارزونو له مخې په تخار ولایت کې د نورابه او سمتي د سرو زرو پر کانونو سربېره د ډبرو سکرو او مالګې کانونه هم شته چې په فني ډول استخراج به یې د ملیونونو ډالرو عوایدو راټولو ته لاره خلاصه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA