ads

شمال كې د سرو زرو په کانونو پانګونه کېږي

د شمال په هسكو غرونو كې د مليونونو ډالرو په ارزښت  ډول ډول كانونه پټ دي چې تر دې دمه يې د راويستلو په هدف كوټلي ګامونه نه دي پورته شوي، خو په دې وروستيو كې د دولتي چارواكو په وينا د شمال په هسكو غرونو كې د مليونونو ډالرو په ارزښت  ډول ډول كانونه […]

نویسنده: The Killid Group
7 مرغومی 1389

د شمال په هسكو غرونو كې د مليونونو ډالرو په ارزښت  ډول ډول كانونه پټ دي چې تر دې دمه يې د راويستلو په هدف كوټلي ګامونه نه دي پورته شوي، خو په دې وروستيو كې د دولتي چارواكو په وينا

د شمال په هسكو غرونو كې د مليونونو ډالرو په ارزښت  ډول ډول كانونه پټ دي چې تر دې دمه يې د راويستلو په هدف كوټلي ګامونه نه دي پورته شوي، خو په دې وروستيو كې د دولتي چارواكو په وينا د دې كانونو د راويستلو په خاطر يې  قراردادونه  برابر كړي او په نږدې راتلونكې كې به يې لاسليك او د كانونو فني كيندنې به هم پيل شي.

افغان  او امريكايي چارواكي وايي چې د لیندۍ  په ۲۲مه  يې د  بغلان په دوشي كې  د سرو زرو او نورو كانونو د قراردادونو او د هغو د لاسليك په اړه خبرې وكړې او زياته يې كړه چې د داسې پروژو لاسليكول به د افغانستان په اقتصاد كې مثبت بدلون راولي.

د كانونو وزير وحيدالله شهراني وايي چې د دوشي د سرو زرو كان د كيندنې لپاره لسو بهرنيو پانګوالو د شاوخوا پنځوسو مليونه ډالرو د پانګونې وړاندېز کړی چې په نږدې راتلونكې كې به یې چارې پيل شي:(( موږ له خپلو بهرنيو همكارانو غواړو چې په هېواد كې د شته زيرمو په كشف او كيندنه كې له موږ سره مرسته وكړي.))

د كانونو وزير شهراني د هېواد په نورو برخو كې هم د كانونو د شتون خبره كوي او زياتوي چې د هغو د قرارداد چارې به هم ترسره شي:(( په شمال كې نور كانونه هم تثبيت شوي او موږ لاس په كار يو، د هغو سروې به هم پوره او كيندنې به يې پيل شي.))

نوموړى وايي چې د پخواني شوروي اتحاد د څېړنو له مخې د افغانستان د سرو زرو د كانونو زېرمې تر ۲۵ مليارده ډالرو اټكل شوې وې، خو په وينا يې اصلي رقم تر دې ډېر زيات دى.

د افغانستان د كانونو د وزير شهراني په وينا، د دې ترڅنګ چې د بغلان په دوشي كې يې د سرو زرو دا زيرمه پيدا كړې، په بدخشان، تخار، باميان، غزني او زابل ولايتونو کې يې هم څېړنې كړې چې په وينا يې د سرو زرو سترې زيرمې لري.

د امريكا  د دفاع وزارت د سوداګرۍ او ثبات د عملياتو مشر او د دفاع وزارت مرستيال پال برينكلي هم د دوشي د سروزرو د كان د كيندنې د پروژې په اړه وايي چې د افغانستان په اقتصاد كې به ورسره مثبت بدلون راشي او په وين ايې دا به د افغانستان په تاريخ كې د انعطاف ټکی وي:(( دا پروژه به د افغانستان د اقتصادي خپلواکۍ په لور يو مهم ګام وي.))

هغه وايي، په دې پروژه كې د بهرنيو له پانګونې معلوميږي چې په راتلونكې كې به نړيوال په افغانستان كې پراخه پانګونه وكړي او له امله به يې د افغانستان اقتصاد وغوړيږي.

له بله اړخه د كانونو وزير شهراني وايي چې کابو درې اوونۍ وړاندې يې د غضنفر په نوم له یوې افغانې کمپنۍ سره د تېلو د استخراج شپږ مياشتنی قرارداد لاسليک کړی:(( د دغه قرارداد پر اساس به غضنفر کمپنۍ، د سرپل ولايت د انګوت له سېمې خام تيل راباسي او د يوه بېرل خامو تيلو بيه به يي اتيا امريکايي ډالره وي.))

د هغه په وينا د کورنيو جګړو له امله، په دغه سیمه کې د تيلو د استخراج چارې له ستونزو سره مخامخ شوې وې، خو زياتوي چې اوس به هره ورځ اته سوه بېرله تيل ور څخه راايستل کېږي:(( په دې توګه به د تيلو د استخراج عايد په مياشت کې يو مليون ډالره وي.))

د شهراني په وينا، له شپږو مياشتو وروسته به د سر پل د انګوت د سېمې د تيلو د استخراج قرارداد، آزادې داوطلبۍ ته وړاندې شي او په خبره يې ټول پانګوال كولى شي په كې برخه واخلي.

هغه وايي، په سرپل کې د تيلو د زيرمو اندازه ۸۰ مليونه بېرله اټکل شوي ده.

نوموړى زياتوي، د راتلونکي جولاي مياشت کې به د مزار شريف په شمال کې د تيلو يو بله زيرمه هم فعاله شي چې د تيلو زيرمې يې يو اعشاريه اته مليارده بيرله اټکل شوې ده، د دغه ځای د تيلو د استخراج لپاره به سترې نړېوالې کمپنۍ ميدان ته شي.

د سوداګريزو چارو شنونكي هم په دې باور دي چې په هېواد كې د كانونو سروې او كيندنه د اقتصاد په رغېدا كې ښه رول لوبولى شي.

د كابل پوهنتون  د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اكبر كليد اوونيزې ته وويل چې په افغانستان كې ډېرې زيرمې شته او دولت دې په ټوله معنى په سمه توګه ورنه ګټه پورته كړي:((د دوشي كان يو له ډېرو مهمو كانونو څخه دى، دا به ډېر ګټور وي خو كه دولت يې په فني ډول كيندنې تر سره كړي.))

اكبر وايي دولت دې له ډېرې ځيرکۍ كار واخلي او د شركتونو په ټاكلو كې دې محتاط واوسي څو د هېواد ملي پانګه خوندي پاتې شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA