ads

د غنمو اصلاح شوي تخمونه نیمايي پوچ دي

په دې وروستیو کې د کرنې وزارت اعلان کړی چې 360 زرو بزګرو ته به د غنمو ۲۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وویشي. خو فاریاب، پنجشیر، لوګر، سمنګان، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو بزګر شکایت لري       په دې وروستیو کې د کرنې وزارت اعلان کړی چې 360 زرو بزګرو ته به […]

نویسنده: The Killid Group
29 لیندۍ 1389

په دې وروستیو کې د کرنې وزارت اعلان کړی چې 360 زرو بزګرو ته به د غنمو ۲۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وویشي. خو فاریاب، پنجشیر، لوګر، سمنګان، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو بزګر شکایت لري

 

 

 

په دې وروستیو کې د کرنې وزارت اعلان کړی چې 360 زرو بزګرو ته به د غنمو ۲۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وویشي.

خو فاریاب، پنجشیر، لوګر، سمنګان، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو بزګر شکایت لري چې د تېر کال  وېشل شوې تخمونو ښه کیفیت نه درلود.

د کرنې وزارت ویلي چې د دغو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې ارزښت ۹۰ ملیونه ډالره دی چې په ۶۵ فیصده تخفیف به بزګرو ته ورکړل شي.

دا پروژوه یاده د امریکا د متحده ایالاتو، جاپان، فرانسه او بریتانیې هېوادونو له لوري تمویلوي.

دا اصلاح شوي تخمونه به په یو سلو څلوېښت زره هکتاره ځمکه کې وکرل شي او یاد شوی تخم به هغو بزګرو ته ورکړل شي چې تېر کال یې تخمونه نه و ترلاسه کړي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې هر بزګر ته به ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی تخم او یوه اندازه سره ورکړل شي.

د کرنې وزارت تېرکال اته زره ټنه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره په بزګرانو ویشلې وه.

د کرنې وزارت ویاند مجیدالله قرار باختر ورځپاڼې ته ویلي چې سږکال دا پروژه د وزارت تر مستقیم نظارت لاندې ده او د هېڅ دول درغلۍ امکانات په کې نه ترسترګو کېږي.

نوموړي وايي: “دغه پروسه په اړوند ولایتونو کې د ولایتي شورا د غړو، د کرنې ریاستونو د مامورینو او ځینو نورو مسوولینو له خوا تر نظر لاندې نیول کېږي.”

مجیدالله قرار زیاتوي، د اصلاح شویو تخمونو د وېش پر مهال د کرنې وزارت د اړوندو مامورینو له خوا بزګرانو ته د دغو تخمونو د کښت او د کیمیاوي سرې د مقدار او د پاشلو په اړه هم معلومات ورکول کېږي: “که چېرې دوی د دغو معلوماتو په نظر کې نیولو سره دا اصلاح شوي تخمونه په خپلو کروندو کې وکري، نو د دوی په حاصلاتو کې به لږ تر لږ ۳۰ فیصده زیاتوالی راشي.”

قرار وایي، تراوسه دوی نه دي توانیدلي چې د ټول هېواد په کچه د بزګرو ستونزه حل کړي: “ټولټال درې سوه زره ټنو اصلاح شویو تخمونو ته اړتیا لرو، خو موږ تراوسه د شل زرو ټنو په برابرولو توانیدلي یو.”

په داسې حال کې چې د کرنې وزارت د دې پروسې د شفافیت په اړه خبرې کوي، خو په هغو ولایتونو کې چې تخمونه ویشل شوي، بزګر شکایت لري چې ورکړل شوي تخمونه پوچ دي.

په دې وروستیو کې د پنجشېر ولایت په ۲۲۰۰ تنو بزګرانو کیمیاوي سره او د غنمو اصلاح شوی تخم وېشل شوی.

د پنجشېر د کرنې مشر حشمت الله بیان ویلي و، د دې ولایت په شتل، عنابه او دره ولسوالیو او د ولایت په مرکز پارخ کې هر بزګر ته ۱۰۰ کیلو ګرامه سپینه، ۵۰ کیلو ګرامه توره سره  او ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم ورکړل شوی دی.

خو يو شمير هغه بزګران چې سږ کال يې سره او د غنمو تخم ترلاسه کړی، سر ټکوي چې د غنمو د تخم کيفيت ډېر ټيټ دى.

د درې ولسوالۍ د کرامان د کلي اوسېدونکى او بزګر ٤٠ کلن نعمت الله پژواک ته ويلي: “د سږني تخم ډېرغنم پوچ دي او تورې دانې لري، فکر نه کوم چې دا به سمه پايله ولري.”

د عنابې ولسوالۍ د ملکانو د کلي اوسېدونکی ۶۰ کلن صاحبزاده هم له هغو بزګرانو دی چې د دغه تخم له پېرلو سر ټکوي.

نوموړى وايي، تخم او سره په ښه بيه بزګرانو ته ورکړل شوي، خو تخم له يوې خوا پوچې دانې لري او له بلې خوا تورې دانې په کې دي چې کېداى شي د غنمو په کښت کې د هرزه ګياوو د شنه کېدو سبب شي.

ده زیاته کړې: “يو کال انتظار وو چې اصلاح شوى تخم راکوي، اخر هم داسې تخم راکړل شو چې د کرلو نه دی.”

خو د دې ولايت د کرنې رياست مشر وايي، ياد شوى تخم له تخنيکي کتنې وروسته د کرنې وزارت له خوا دوى ته ورکړل شوى او هېڅ ډول ستونزه په کې نشته.

پردې سربیره د فاریاب ولایت د اوو ولسوالیو او د لوګر ولایت د شپږو ولسوالیو بزګرانو ته هم اصلاح شوي تخمونه ورکړل شوي چې د دې سیمو ځینو بزګرانو هم د تخم د خرابوالي شکایت درلود.

د كرنې د پوهنځي پخوانی استاد او عملی کادر عبدالصبور وايي چې د کرنې وزارت امکانات محدود دي او د بزګرو ستونزې ډېرې، خو باید په یاد ولرو چې دا مسئاله د  دوی مسؤلیت نه راکموي چې د تخمونو ښه ډولونه چې د سیمې له اقلیم، آب او هوا سره سمون  ولري، د بزګرو په واک کې ورنه کړي.

نوموړی زیاتوي چې د دې تر څنګ د مرسته شویو تخمونو د کښت څرنګوالی، اوبه خور او د کیمیاوي سرې د استعمال په اړه هم بزګر د معلوماتو ترلاسه کولو ته اړتیا لري، څو فصلونه یې ښه حاصل ورکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA