ads

بې کیفیته تیلو خوستيان په وير كېنولي

د سړې هوا له را رسېدو سره ډېرى هېوادوال د خپلو كورونو د ګرمولو او روښانه كولو په هدف له خاكي  او ډيزلو تیلو ګټه اخلي چې ډېرى يې د ټيټ كيفيت په وجه د غم پر ټغر ناست هم دي.     د سړې هوا له را رسېدو سره ډېرى هېوادوال د خپلو كورونو […]

نویسنده: The Killid Group
28 لیندۍ 1389

د سړې هوا له را رسېدو سره ډېرى هېوادوال د خپلو كورونو د ګرمولو او روښانه كولو په هدف له خاكي  او ډيزلو تیلو ګټه اخلي چې ډېرى يې د ټيټ كيفيت په وجه د غم پر ټغر ناست هم دي.

 

 

د سړې هوا له را رسېدو سره ډېرى هېوادوال د خپلو كورونو د ګرمولو او روښانه كولو په هدف له خاكي  او ډيزلو تیلو ګټه اخلي چې ډېرى يې د ټيټ كيفيت په وجه د غم پر ټغر ناست هم دي.

په بازارونو كې د بې كيفيته تېلو د پېر او پلور په اړه خلك وايي چې دكانداران سم او ناسم تېل سره ګډوي او بيا يې په خلكو پلوري چې د كابل په ګډون یې په ډېرى ولايتونو كې د كورونو او خلكو د سوځېدنې لاملونه برابر کړي دي.

د همدې بدمرغۍ په وجه تېر ژمۍ د خوست ولايت په شمل كلي كې د يوې كورنۍ څو تنه غړي ټپيان او څو تنه نور يې د سوځېدنې په وجه ووژل شول.

د شمل د كلي اوسېدونكى عبدالواحد له كليد سره په خبرو كې وويل چې د تېلو د اورلګېدنې په وجه يې د يوه كليوال د كورنۍ څو تنه غړي ووژل شول او څو تنه نور تر جوړېدو وروسته معيوب شول: (( كور يې وسوځېد، پاتې معیوب غړي یې له ستونزو او كړاوونو ډک ژوند تېروي.))

نوموړى د دغه شان تېلو په اړه وايي چې دا د غلا تېل دي چې ځينې كسان يې د بهرنيو ځواكونو د اكمالاتي ټانكرونو څخه راوباسي او په دكاندارانو يې پلوري: (( دغه تېل د ټي يك په نوم ياديږي او بهرني ځواكونه يې په طيارو كې كاروي.))

د خوست ولايت اوسېدونكي په ښار كې د ټي يك تېلو د خرڅلاو او اور لګېدنو د مخنيوي په اړه وايي چې دولت بايد د بهرنيو ځواكونو هغه قرارداديان او شركتونه په كلکه وڅاري چې د هغوى لپاره تېل ور وړي.

د خوست ولايت يو بل اوسېدونكى سيد نعيم شرافت وايي چې ځينې كسان په پټه هېواد ته نا تصفيه شوي او د ټيټ كيفيت تېل واردوي: (( د دغو تېلو قيمت كم دى او هغوى يې د سمو تېلو په بيه خرڅوي چې له يوې خوا خلك د اور په لمبو سېځي او له بلې خوا د ښو تېلو په نوم خلك ورباندې دوكه کېږي.))

دغه راز په خوست ولايت كې يو شمېر د تېلو كارو باريان دا مني چې ځينې كسان په يادو مواردو كې لاس لري خو زياتوي چې اوسمهال له عراق نه داسې تېل وارد شوي چې د سړي سر نيسي او ښايي چې ژمي كې د ډېرو پېښو سبب هم شي.

دوى په دې كار كې پر دكاندارانو سربېره دولت هم ګرم ګڼي او وايي چې په وارداتي بندرونو كې د تېلو كيفيت دقيق نه كتل كېږي.

د سيف الرحمن په نوم د خوست ښار يو تن تېل پلورونكى همدا خبره كوي: (( له يوې خوا دولت د واردولو پر وخت د تېلو كيفيت ته پام نه كوي او له بلې خوا دكانداران په لوى لاس د ټانكونو او طيارو تېل له سمو( خاک او دیزل) تېلو سره ګډوي او د خپلې ګټې لپاره خلك سېځي.))

بل پلو په خوست كې د انحصاراتو مشر كليد ته ويلي چې هېواد ته ټول وارېدېدونكي تېل په بندرونو كې د لابراتوارونو په واسطه كتل كېږي: (( موږ دا منو چې زياتره اورلګېدنې له بې كيفيته تېلو رامنځته كېږي، خو دغه تېل په قاچاقي توګه هېواد ته راوړل كېږي او موږ په خوست كې د تېلو د معاينې لابراتوار نه لرو.))

نوموړى د قاچاقي تېلو د بېلګې په توګه د هغو عراقي تېلو يادونه وكړه چې د ايران او نيمروز له لارې واردېږي او هېڅ تصفيه شوي نه دي: ((د خوست ښار د تېلو ټول پمپونه مو معاينه كړي، خو دغه تېل د لارې پر سر دكاندارانو او پلورونكو له خوا خرڅېږي.))

د خوست ولايت يو بل اوسېدونكى عبدالرحيم چې په خپل موټر سايكل كې د بې كيفيته او ګډو شويو تېلو د اچولو له امله یې پر مخ سربېره لاسونه او پښې سوځېدلي وايي: ((په موټرسایکل كې مې تېل اچول چې يو دم مې تر سترګو لمبې تاو شوې او نور په ځان نه یم پوهېدلی.))

د کلید ګروپ د یوه ځانګړې رپوټ له مخې دا راز پېښې يوازې په خوست كې نه بلكې د هېواد په نورو ولايتونو كې هم رامنځته شوې دي. د كابل ښار په استقلال روغتون كې يوه بستر شوې مېرمن د کلید خبریال ته ویلي:(( په الكين كې مې تيل اچول چې يو ناڅاپه د اور لمبه شوه او سر تر پښو یې وسوځولم.))

دا بوډۍ چې خپل ځاى او نوم نه ښيي ویلي چې د دوى په كلي كې دغه ډول پېښې ډېرې رامنځته شوې دي او ډېرى قربانيانې يې مېرمنې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA