ads

د کندهار بزګرو د زعفرانو کښت ته مخ کړې

په كندهار کې د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا د كوكنارو د كر كيلې د له منځه وړلو هڅې سبب شوې دي چې د دغه ولایت بزګران د زعفرانو کښت ته مخه کړي.     په كندهار کې د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا د كوكنارو د كر كيلې د له منځه وړلو هڅې سبب […]

نویسنده: The Killid Group
27 لیندۍ 1389

په كندهار کې د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا د كوكنارو د كر كيلې د له منځه وړلو هڅې سبب شوې دي چې د دغه ولایت بزګران د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

 

 

په كندهار کې د دولت او نړيوالې ټولنې لخوا د كوكنارو د كر كيلې د له منځه وړلو هڅې سبب شوې دي چې د دغه ولایت بزګران د زعفرانو کښت ته مخه کړي.

د کندهار ولایتي ادارې دغه هدف ته د رسېدو په موخه په تېر فصل کې د دامان ولسوالۍ ځینې بزګر هرات ولایت ته د زعفرانو د کر کیلې د زده کولو لپاره استولي وو چې بېرته خپل ولایت ته استانه شوي دي.

د دامان ولسوال حاجي سراج وايي چې دوی ټول ټال د سیمې اته تنه بزګر هرات ته استولي وو چې د بشپړې روزنې له ترلاسه کولو پس بېرته کندهار ته ستانه شوي دي.

نوموړی وايي چې دغو بزګرانو په دامان ولسوالۍ کې د زعفرانو د کښت او کرکیلې په اړه څلوېښت نور بزګر وروزل چې له دې وروسته به په ټول دامان کې کروندو کې زعفران وکري:))  یاد کسان د اې آی ار پي موسسې په مرسته استول شوي چې بزګرو ته د تخمونو د ورکړې په برخه کې مرسته کوي.))

ولسوال زیاتوي چې دغې موسسې د سیمې له ۲۵۰ تنو بزګرانو سره د څلور ټنه زعفرانو د تخم مرسته هم کړې وه چې سږکال یې ښه حاصل درلود او کروندګر راضي برېښېدل.

حاجي سراج وړاندې وايي چي د دامان د زعفرانو لپاره په نړيواله کچه ښه بازار پيدا شوی او د افغانستان د نورو سيمو د زعفرانو په پرتله يې بيه هم دوه چنده زیاته ده.

نوموړی وايي چې همدا اوس اوس  په دوبۍ کې د کندهار زعفران يوه کيلو په پنځه زره ډالره خرڅېږي حال دا چي د نورو زعفرانو بيه شاوخوا دوه نيم زره ډالره ده: (( سوداګرو له موږ غوښتي څو ياد زعفران دوی ته ورسوو.((

د دامان ډېری هغو کروند ګرو چې په خپلو ځمکو د زعفرانو کښت کړی، ډېر خوښ ښکاري او وايي چې سږ کال یې ډېره ګټه کړې او کال ته به هم زعفران وکري.

د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی شپېته کلن اعظمیي وايي چې د ژوند په تېرو کلونو کې یې ډول ډول زراعتي فصلونه اخیستي، خو په خبره یې سږنۍ ګټه یې کله هم نه ده موندلې.

هغه وايی: (( ما مې ټول عمر په دهقانۍ کې تېر کړی، ډېر فصلونه مې اخیستې، ډېره غله مې راټوله کړې، خو د سږني کال د زعفرانو ګټه مې هم د کور کېږي، هم د مصارفو او هم د سیالۍ او شریکۍ.))

بل خو د دامان ولسوالۍ هغو کروند ګرو چې د زعفرانو په کښت پورې خندا کوله د نورو د ګټې په لیدو لیواله شوي چې دوی هم راتلونکی فصل زعفرانو ته بیل کړي.

د دامان ولسوالۍ اوسېدونکی عبیدالله وايي چې د دوی په سیمه کې ډېری وخت بزګر د اوبو له کمښت سره مخ وي، خو د زعفرانو کښت لږو اوبو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي: (( یو خو به مو اوبو ته لږه اړتیا وي او بل دا چې ګټه ښه ده، چا چې سږکال زعفران کرلي وو، خوشحاله ښکاري، ډېرې پیسې په لاس ورغلي، زه فکر کوم چې په دامان او نورو ولسوالیو کې به خلک راتلونکی فصل زعفران وکري.))

د دامان ولسوالۍ حکومتي چارواکي وايي چې دوی د راتلونکي کال لپاره د کرنې د پراختیا په هدف نور کرنیز پلانونه هم لري چې هم ورسره د کوکنارو کښت راکمېدای شي او سیمه ییز اقتصاد پیاوړی کوي.

د دامان ولسوال وايي چې د اې ای آر پي موسسې له ژمنې سره سم به په راتلونکي کې فصل کې بزګر د نعنا کښت ته هم وهڅول شي: ((همدارنګه موږ په پلان کې لرو چې د شاتو د مچیو د روزنې په اړه هم عامه پوهاوی پیل کړو او آسانتیاوې رامنځته کړو.))

د زراعتي چارو پوهان زعفران په هر اړخ کې د افغانانو لپاره ارزښتناک بولي، خو زیاتوي چې تر هر څه وړاندې باید تر کر لاندې ځمکې د پوهانو له لوري معاینه شي چې د زعفرانو د کښت لپاره ښه زمینه لري او که نه؟

د کندهار د کرنې د پوهنځي  رئيس ډاکټر شاه محمد بری همدې ټکي ته اشاره کوي او وايي چې د کندهار آب او هوا دواړه د زعفرانو د کښت لپاره مساعده ده: (( په دې ارتباط هېڅ اندېښنه نشته، بزګر کولای شي زعفران وکري، خو د زعفرانو کر خپله طریقه غواړي، که هغسې وکرل شي، کېدای شي ښه حاصل ورکړي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA