ads

د نانوایي ډوډۍ په پوکي په بله اوړي

د هرات ولايت ډېرى وګړي په دغه ښار كې د ډوډۍ له خراب كيفيت او نظافت ته د نانوايان د نه پاملرنې څخه په تنګ شوي او ادعا کوي  چې هرات ښاروالي پرې كنټرول نه لري. د هرات ولايت ډېرى وګړي په دغه ښار كې د ډوډۍ له خراب كيفيت او نظافت ته د نانوايان […]

نویسنده: The Killid Group
24 لیندۍ 1389

د هرات ولايت ډېرى وګړي په دغه ښار كې د ډوډۍ له خراب كيفيت او نظافت ته د نانوايان د نه پاملرنې څخه په تنګ شوي او ادعا کوي  چې هرات ښاروالي پرې كنټرول نه لري.

د هرات ولايت ډېرى وګړي په دغه ښار كې د ډوډۍ له خراب كيفيت او نظافت ته د نانوايان د نه پاملرنې څخه په تنګ شوي او ادعا کوي  چې هرات ښاروالي پرې كنټرول نه لري.

د دوى په وينا د ياد ولايت نانوايان له خرابو اوړو استفاده كوي، ښه او خراب اوړه سره ګډوي، له ټاكلي معيار څخه په كم وزن ډوډۍ پخوي او د جمعو په ورځو كې ډېرى وخت هېڅ ډوډۍ نه پيدا كيږي.

د هرات ښاريان د دې ولايت پر ښاروالۍ نيوكه كوي چي  د خلكو د ستونزو د حل لپاره منظم پلان نه لري. د دوى په وينا سږكال په هرات  كې د غنمو حاصلات ډېر ښه وو، خو د ډوډۍ په بيه او وزن كې هېڅ تفاوت نه ليدل كيږي.

د هرات ښار يو تن اوسېدونكى  همايون نظري د هرات په ښاروالۍ كې د پرسونل كموالى د دې علت بولي چې ښاروالي پر خوراكي توكو خپل كنټرول له لاسه وركړي: ((بل علت يې دا دى چې د ښاروالۍ مامورين له متخلفينو سره جوړ جاړى كوي او پر غېرقانوني كړنو باندې د پيسو په بدل كې سترګې پټوي.))

همايون نظري پر نانوایانو كنټرول د هرات ښاروالۍ لپاره د اړينو او مهمو مسئلو څخه بولي او زياتوي كه د ډوډۍ پر پخولو او نانوایانو څارنه ونه شي، د ډېرو ناوړه ناروغيو لامل ګرځېدلى شي.

د هرات ولايت يو بل اوسېدونکی عبدالحكيم قاضي زاده هم د جمعو او رخصتيو په ورځو له تړلو نانوايانو سرټكوي او زياتوي چې نانوايان د ډوډۍ په پخولو كې نظافت ته پاملرنه نه كوي: ((د ډوډۍ وزن دومره كم دى چې د خولې پوكى يې هم په بل مخ اړولى شي.))

د هرات ښار يو ډاكتر محمد ابراهيم هم د ياد ولايت په ډېرو نانواییو كې د نظافت نه ساتلو ته اشاره كوي او زياتوي چې پر پاكۍ سربېره د ډوډۍ اوړه هم سم نه دي: (( يا له خرابو اوړو څخه استفاده كوي يا يې سم نه پخوي او يا يې سم نه خميره كوي چې ټول موارد يې روغتيا ته زيان رسوي.))

د ډاكتر ابراهيم په وينا پورتنۍ ستونزې د تسممي ناروغيو د رامنځته كېدو لومړني لاملونه دي: ((اكثره هېوادوال د بې كيفيته اوړو او نظافت ته د نانوايانو د نه پاملرنې له  ناروغيو سره لاس او ګرېوان كېږي.)) که څه هم اکثرا ډاکټر په دې نظر نه دي.

نوموړى د هرات پر ښاروالۍ نيوكه كوي چې په ښار كې د نانواييو له حالاتو څخه بې خبره دي: ((تاسې لاړى شئ او د هرات ښار نانوايۍ وګورئ، د هغوى د شاګردانو لاسونه او نوكان هم وګورئ، بيا به په خپله قضاوت وكړى چې هغه ډوډۍ پاكه ده او كه نه؟))

بل پلو د هرات ولايت د ښاروالۍ مرستيال امين الله دا خبره نه مني چې د ښاروالۍ رياست د ښار په نانواييو كنټرول نه لري. د هغه په وينا د غېرقانوني كړنو په اړه يې د ډېرو ښاريانو دكانونه ور تړلي او د هغو د بيا تكرار په صورت كې د كار جواز هم ترې اخلي: ((موږ د ماركېټونو د كنټرول لپاره يوه ځانګړې څانګه لرو چې هره ورځ په ښار كې ګرځي او د نانواييو پر نظافت، وزن او نورو چارو  څارنه كوي.))

د نوموړي په خبره نږدې راتلونكى به د هرات ښاريانو پر شكايتونو بيا هم كتنه وكړي او د يادو ستونزو د موجوديت په صورت كې به ډېر ژر ورته د حل لاره پيدا كړي: ((د جمعې په ورځ ډېرى نانوايان ډوډۍ نه پخوي، خو په ښار كې نوكريوال نانوايان شته دي چې د رخصتيو په ورځو ډوډۍ پخوي او موږ له داسې مواردو سره مخ شوي نه يو چې د رخصتيو په ورځو كې د هرات ښاريان د ډوډۍ له کمبود سره مخامخ شي.))

دا په داسې حال كې ده چې د هرات ښار د نانوايانو مسؤل اخترمحمد له كليد سره په خپلو خبرو كې د ښاريانو شكايتونه پر ځاى بولي او زياتوي چې نانوايان د ډوډۍ وزن كموي او نظافت ته هم پاملرنه نه كوي: ((د ډوډۍ د كم وزن او د هغو په پخولو كې د نانويانو له لوري د نظافت د نه ساتلو په اړه د ښاريانو ټولې خبرې سمې دي او هرات ښاروالي هم په دې برخه كې د پام وړ كنټرول نه لري.))

د هرات ولايت د ښاروالۍ او د نانوايانو د مسؤل تر منځ د خبرو او ادعاګانو تفاوت د دې ښكارندويي كوي  چې په ښار كې د نانوايانو له لوري نظافت ته نه پاملرنه او د ډوډۍ كم وزن يو حقيقت دى او د هرات ښاروالي غواړي په دې توګه د خلكو د ګوتنيونې څخه ځان خلاص كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA