امریکا جمهور رییس جوبایډن له «سي.ان.ان» سره په مرکه کې ویلي، که اسراییل رفح ښار ته دننه شي، د دوی له سخت غبرګون سره به مخ شي.
بایډن ویلي، اوسنی وضعیت په څرګند ډول پر رفح ښار د عملیاتو لپاره نه شي تعریف کېدای او په وینا یې، اسراییل یوازې په سرحدي سیمو کې عملیات کوي؛ خو که له خلکو څخه ډکې ساحې ته دننه شول؛ دوی به ورباندې وسلې ودروي.
بایډن دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې دوې ورځې وړاندې اسراییلو پر رفح ښار بریدونه پیل کړل.
تېره ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي چې که د دغه ناورین مخنیوی ونه شي، لویه غمیزه به رامنځته او کنټرول به یې ناشونی وي.
رفح ښار پر غزې د اسراییلو له بریدونو د بې ځایه شویو فلسطیني وګړو یوازنی تم ځای بلل کېږي، چې نږدې یو نیم میلیون وګړي په کې مېشت دي.