ads

جمهور رئيس غني د اروپايي ټولنې له پارلماني پلاوي سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې د كېدونكې هوكړې په تطبيق کې د اروپايي ټولنې او نړيوالو شريکانو رول اړين دى.

نویسنده: mayar
27 لیندۍ 1397
جمهور رئيس غني د اروپايي ټولنې له پارلماني پلاوي سره وليدل

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، له طالبانو سره د سولې د كېدونكې هوكړې په تطبيق کې د اروپايي ټولنې او نړيوالو شريکانو رول اړين دى.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، جمهور رئيس غني تېر مازديګر د پټرس اسټرويسس په مشرۍ د اروپايي ټولنې له پارلماني پلاوي سره وکتل او د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت يې د سولې پروسې، ټاکنو او اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.
په دې كتنه كې د اروپايي ټولنې پارلماني پلاوي د يادو مواردو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې پروسې په تړاو چمتووالى وښود او ويې ويل، دا ټولنه چمتو ده، چې د سولې خبرو په مهال او دغه راز د سولې هوكړې د تطبيق په برخه کې د افغانستان له حکومت سره همکاري وکړي.
جمهور رئيس غني له افغانستان سره په مختلفو مرحلو کې د اروپايي ټولنې دوامداره همکاري وستايله او د سولې هوكړې په تطبيق کې يې د دغې ټولنې او نړيوالو شريکانو رول اړين وباله.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې له افغان حكومت سره د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA