د جنوبي اسيا له هېوادونو هر كال لسګونه زره ښځې د واده په هدف چين ته قاچاق كېږي.
د فرانسې خبري اژانس راپور وركړى، چې په چين كې د يوه ماشوم لرلو سياست د پلي كېدو له كبله هلته د ښځو شمېر كم شوى دى.
سرچينه وايي، له ويتنام، كامبوج، لائوس او ميانمار څخه ښځې په قاچاقي ډول چين ته وړل كېږي.
د معلوماتو له مخې، ميليونونه چينايي سړي د ژوند د شريكې پيدا كولو لپاره له ستونزو سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ