ads

افغان حکومت د سولې عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړل

افغان حکومت د سولې د عالي د مشورتي بورډ غړي اعلان کړل. په دې اړه د جمهور رييس محمد اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې دغه بورډ او مرکچي پلاوی هېواد ته د پایېدونکې سولې د راتګ لپاره د کورنۍ همغږۍ په هدف غوره شوی دی.

نویسنده: mayar
21 لیندۍ 1397
افغان حکومت د سولې عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه اعلان کړل

افغان حکومت د سولې د عالي د مشورتي بورډ غړي اعلان کړل. په دې اړه د جمهور رييس محمد اشرف غني په فرمان کې راغلي، چې دغه بورډ او مرکچي پلاوی هېواد ته د پایېدونکې سولې د راتګ لپاره د کورنۍ همغږۍ په هدف غوره شوی دی.
د ملي امنیت شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د سولې په عالي مشورتي بورډ کې، د افغانستان جمهور رییس او مرستیالان یې، د حکومت اجرائیه رییس او مرستیالان یې، د ولسي جرګې رییس، د مشرانو جرګې رییس، قاضي القضات، د ملي امنیت سلاکار، د جمهوري ریاست د مقام دفتر عمومي رییس، لوی څارنوال، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر، د ملي امنیت رییس، د هېواد د علماوو سرتاسري شورا رییس، د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رییس، د هېواد جهادي مشران، پخوانى جمهور رييس حامد کرزی، پخوانی جمهور رييس او د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر پروفیسور صبغت الله مجددي، د اسلامي دعوت تنظیم مشر استاد عبدالرب رسول سیاف، د حزب اسلامي رهبر انجنیر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی یونس قانوني، د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند مشر سید حامد ګيلاني، د سولې عالي شورا رییس او د اسلامي وحدت ګوند رهبر استاد محمد کریم خلیلي، د افغانسنان د اسلامي جمعیت ګوند رهبر صلاح الدین رباني، د ملي پیوند ګوند رهبر سید منصور نادري، د افغانستان د اسلامي حرکت رهبر شيخ آصف محسني، د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغنديوال، د سولې او پرمختګ ګوند مشر حاجي دین محمد، د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی استاد عطا محمد نور، د هېواد سیاسي څېره آمنه افضل، د هېواد سیاسي څېره او د مشرانو جرګې غړې صدیقه بلخي، د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند د رهبرۍ غړی محمد اسماعیل خان او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح شامل دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA