په فرانسه کې له لاريون کوونکو زده کوونکو سره د پوليسو د ناوړه چلند د ويډيو خپرېدو د يو شمېر معترضو ډلو غوسه را پارولې ده.
په دې ويډيو کې، چې يو شمېر سياستوالو هم غندلې، ليدل کېږي، چې زده کوونکي د پوليسو له لوري کېنول شوي او بيا ورته په تونده لهجه امر کېږي.
په ټولنيزو رسنيو کې د دې ويډيو لاس په لاس کېدو د فرانسې چارواکي هم اندېښمن کړي او فکر کوي، چې ښايي دا به د معترضو ډلو په ځانګړي ډول د ((ژېړ واسکټ)) په نوم د مشهورې ډلې غوسه نوره هم را وپاروي او په لاريونونو کې به فعاله ونډه واخلي.
نن د يوه ستر لاريون وېرې پر ټول پاريس ښار اغېز کړی او ټول فکر کوي رخصتي ده.
د فرانسې د فرهنګ وزير د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ به د پاريس ښار توريستي ځايونه په ځانګړي ډول اېفل برج تړلی وي.
هغه زده کوونکي، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوې، د پاريس د يوې څنډې مات اژولي سيمې اړوند دي، چې پوليسو دوی په وروستيو لاريونونو کې د ګډون له کبله نيولي او د پوليسو لخوا د ټولو نيول شوو زده کوونکو شمېر ۱۴۶ تنه ياد شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ