ads

په ننګرهار كې ۱۷ داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواكونو عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ کې يې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى شپږ مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.

نویسنده: mayar
16 لیندۍ 1397
په ننګرهار كې  ۱۷ داعش وسله وال ووژل شول

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې تېره شپه د ملي امنيت د صفر دوه قطعې ځواكونو عمليات ترسره كړي، چې په ترڅ کې يې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او د هغوى شپږ مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د دې ولايت د رسنيو دفتر د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعشيانو کې د دوى ځينې مهم قوماندانان او پلان جوړوونکي هم شامل دي.
سرچينه وايي، د عملياتو په مهال د داعشيانو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم له منځه يووړل شول.
سرچينه زياتوي، په عملياتو كې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
داعش ډلې تر دې دمه د دغې ادعا په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA