ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله په راتلونكي ۲۰۱۹م ميلادي كال كې د ايرلنډ له لوبډلې سره يوه څلور ورځنۍ لوبه وكړي.
دا به د ايرلنډ لپاره د كركټ د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب تر ترلاسه كولو وروسته لومړۍ ټېسټ لوبه وي، چې د افغانستان په كوربه توب به د هند په راجيو ګاندي لوبغالي كې ترسره شي.
د اعلان شوي مهالوېش له مخې، تر دې لوبې وړاندې به د دواړو هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې درې ۲۰ اوريزې او پنځه يو ورځنۍ لوبې هم وكړي.
افغانستان بيا خپله لومړۍ نړيواله ټېسټ لوبه له هند سره كړې او په هغې كې يې ماتې خوړلې ده.