ads

په هلمند کې يوازې روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوې

په هلمند کې داسې مهال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين پيل شو چې يوازې په روان لمريز کال کې په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوې دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
4 لیندۍ 1397
په هلمند کې يوازې روان کال د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوې

په هلمند کې داسې مهال د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي کمپاين پيل شو چې يوازې په روان لمريز کال کې په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۷۱ قضيې ثبت شوې دي.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د هلمند د ښځو چارو رئيسې قمر نيازۍ وويل، کمپاين په دې هدف پيل شوی چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې راکمې شي.
نیازۍ زیاتوي، ډېری وخت ښځو د حکومتولۍ په بېلا بېلو برخو کې له ځايي ادارې سره په ګډه کار کړی، خو ځينې ښځې بيا له تاوتریخوالي سره مخ دي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدیاسین خان بيا وايي، د ناسمو دودونو له کبله په دغه ولايت کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی دوام لري: ((د میراث نه ورکړه او په بدو کې د نجونو ورکړه د کورنيو ستونزو او د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي اصلي سببونه دي.))
والي زیاته کړه، ولایتي اداره، په دې برخه کې د ښځو چارو له ریاست سره مرسته کوي. هغه له ديني عالمانو، او قومي مشرانو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې رښتينې هڅې وکړي.
د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس عطاء الله افغان وايي، قومي مشران دې په هغو جرګو او دودونو بندیز ولګوي چې له مخې يې د قاتل ورور یا پلار د خپلو بدو په مقابل کې ښځې ورکوي او د نوموړي په خبره دا د اسلام او قانون خلاف عمل هم دی.
افغان وايي، کله کله ورته د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي داسې قضیې رسېږي چې په څېړلو او حل کولو يې د شرم احساس کوي. د هغه په خبره، ډېری دغه قضيې په پټه حل و فصل کېږي او ډېرې کمې يې اړوندو حقوقي ادارو ته ځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA