د ننګرهار په روداتو او دور بابا ولسوالیو کې پولیسو درې تنه له ۱۲۶ کیلو ګرامه چرسو او تابلیت k سره نيولي دي. د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پولیسو په دوربابا ولسوالۍ کې له يو تن سره ۲۵ کيلو ګرامه او په روداتو ولسوالۍ کې په کرولا ډوله موټر کې له يو تن سره ۸۱ کيلو ګرامه چرس نيولي دي. سرچینه وایي، دغه راز پولیسو له یو بل تن سره اته ګرامه تابلېت k نيولي دي. سرچینه زیاتوي، نيول شوي کسان په امنیه قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ