ads

واشنګټن: د افغانستان جګړه يوازې د سولې له لارې پای مومي

د امريكا د لوى درستيزانو د كمېټې رئيس جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، طالبان جګړه نه بايلي او د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره پوځي حللاره شتون نه لري.

نویسنده: ISMAT MAYAR
27 لړم 1397
واشنګټن: د افغانستان جګړه يوازې د سولې له لارې پای مومي

د امريكا د لوى درستيزانو د كمېټې رئيس جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، طالبان جګړه نه بايلي او د افغانستان د جګړې د پاى ته رسولو لپاره پوځي حللاره شتون نه لري.
نوموړي د شنبې په ورځ په كاناډا كې په يوه اكاډميك بحث كې وويل، امريكا او د ناټو متحدينو يې له اقتصادي، سياسي او پوځي لارې هڅه كړې، چې پر طالبانو فشار راوړي او اړ يې كړي، چې خبرو ته چمتو شي او جګړه پاى ته ورسوي.
د جنرال ډنفورډ په وينا، طالبان پوهېږي، چې مجبوره دي يو وخت به سوله كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د سولې خبرو د پيلولو په هدف كابل او د قطر په ګډون د سيمې ځينو هېوادونو ته دوه وارې سفر كړى او له طالب استازو سره يې ليدلي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA