ads

جمهور رئيس غني: طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې دوى د سولې واك پرديو ته نه ورکوي.
هغه دا څرګندونې نن پكتيكا ته د سفر په ترڅ كې د دغه ولايت له ديني عالمانو، متنفذينو او قومي مشرانو سره د ليدنې په مهال وكړې.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
جمهور رئيس غني: طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، طالبان دې بين الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي، ځکه چې دوى د سولې واك پرديو ته نه ورکوي.
هغه دا څرګندونې نن پكتيكا ته د سفر په ترڅ كې د دغه ولايت له ديني عالمانو، متنفذينو او قومي مشرانو سره د ليدنې په مهال وكړې.
جمهور رئيس غني وويل، له سياسې اړخه د سولې زمينه برابره شوې او اسلامي نړۍ او سيمه سولې ته چمتو ده.
د نوموړي په خبره، دوى له پاکستان سره سوله غواړي او اسلام اباد بايد په دې پوه شي، چې باثباته افغانستان يې په ګټه دى.
د هېواد جمهور رئيس زياته كړه، په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې کمبود موجود دى او د غونډې له ګډونوالو يې وغوښتل، چې خپل ځوانان په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې شموليت ته وهڅوي.
بايد وويل شي، چې جمهور رئيس غني د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پكتيكا ته د سفر په مهال د دې ولايت له امنيتي او دفاعي مسوولينو، د ولايتي شورا غړو، د ښځو له استازو او ښوونكو او استادانو سره هم وليدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA