ads

افغان ځواكونو په فارياب كې يو پوځي مركز بېرته له طالبانو ونيوه

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، وسله والو طالبانو په فارياب كې د عامه نظم ځواكونو يو مركز تر نيولو وروسته په بشپړه توګه ويجاړ كړى دى.

نویسنده: ISMAT MAYAR
12 لړم 1397
افغان ځواكونو په فارياب كې يو پوځي مركز بېرته له طالبانو ونيوه

د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي، وسله والو طالبانو په فارياب كې د عامه نظم ځواكونو يو مركز تر نيولو وروسته په بشپړه توګه ويجاړ كړى دى.
د دغې قول اردو وياند محمد حنيف رضايي نن كليد ته وويل، دا مركز، چې د دولت اباد او شيرين تګاب ولسواليو ترمنځ په قُرَيش سيمه كې موقعيت لري، وړمه شپه د طالبانو په لاس سقوط شو.
د هغه په وينا، د جګړې په مهال د دغه پوځي مركز درې سرتېري وژل شوي، شپږ تنه ټپيان شوي او ۱۱ نور طالبانو اسير كړي دي.
رضايي زياته كړه، كومانډو ځواكونو د جمعې په ورځ ياد مركز بېرته د طالبانو له ولكې خلاص كړ او ټپي افغان سرتېري د فارياب د مركز ميمنې ښار پوځي كمپ ته ولېږدول شول.
په همدې حال كې وسله والو طالبانو د عامه نظم ځواكونو د دغه مركز د نيولو او د څلورو ټانكونو او ۲۴ ميله وسلو د نيولو ادعا كړې ده.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، په نښته كې يې د يوه قوماندان په ګډون درې افغان سرتېري وژلي او ۱۹ تنه يې نيولي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA