ads

د ولسي جرګې ټاكنو په لومړۍ ورځ په كابل كې د ۱۶ تروريستي پېښو مخنيوى شوى

د كابل امنيتي مسوولين وايي، د ولسي جرګې ټاكنو په لومړۍ ورځ د دغه ولايت په مركز او ولسواليو كې د ۱۶ تروريستي پېښو مخنيوى شوى دى.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن كليد ته وويل، وړمه ورځ امنيتي ځواكونو د دوو توغنديو د توغولو مخه نيولې او د ولايت په مركز او ولسواليو كې يې څو ماينونه كشف او خنثى كړي دي.

نویسنده: ISMAT MAYAR
30 تله 1397

هغه زياته كړه، امنيتي سرتېرو د شنبې په ورځ د كابل د ۱۷مې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يو ځانمرګى واسكټ او يو شمېر لاسي بمونه او د كلاشينكوف شاجورونه ترلاسه كړي دي.
پر دې سربېره مجاهد د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې يوه ټاكنيز مركز ته څېرمه د ټاكنو په دوهمه ورځ د يوه ماين د كشف او له منځه وړلو خبر هم وركوي.
د نوموړي په وينا، د ټاكنو په مهال د تروريستي پېښو په تړاو څلور شكمن كسان نيول شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ وياند وايي، امنيتي ځواكونو د ټاكنو په ورځو كې ۴۴ هغه كسان، چې غوښتل يې درغلۍ وكړي، هم نيولي دي. مجاهد وويل، اووه تنه نور بيا له ۵۳۸ سټيكر لرونكو جعلي تذكرو سره نيول شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ د وياند په خبره، د ټاكنو په لومړۍ ورځ په دغه ولايت كې ۱۵ تروريستي پېښو ۳۹ كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA