ads

نن په ۴۰۱ ټاكنيزو مركزونو كې ټاکنې ترسره کېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د امنيتي، مديريتي او تخنيكي ستونزو له كبله د شنبې په ورځ د كابل د ۴۵ ټاكنيزو مركزونو په ګډون ۴۰۱ مركزونه بند وو، چې په هغو كې نن ټاكنې ترسره كېږي.

نویسنده: mayar
29 تله 1397
نن په ۴۰۱ ټاكنيزو مركزونو كې ټاکنې ترسره کېږي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د امنيتي، مديريتي او تخنيكي ستونزو له كبله د شنبې په ورځ د كابل د ۴۵ ټاكنيزو مركزونو په ګډون ۴۰۱ مركزونه بند وو، چې په هغو كې نن ټاكنې ترسره كېږي.
د دې كمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېره شپه ناوخته يوې خبري غونډې ته وويل، د امنيتي، مديريتي او تخنيكي ستونزو پر شتون سربېره هم خلكو په پراخه كچه د ولسي جرګې په ټاكنو كې ګډون وكړ.
نوموړي زياته كړه، پر كابل سربېره په غور كې ۵۴، په پكتيا كې ۵۱، په بغلان كې ۱۵، په فارياب كې ۱۰، په ننګرهار كې شپږ او پاتې نور ټاكنيز مركزونه د هېواد په نورو ولايتونو كې بند وو.
د صياد په وينا، پرون له درې ميليونه زياتو افغانانو خپلې رايې وكارولې.
د ټاكنو خپلواك كمېسيون رئيس وايي، تر ټولو زياتې رايې په کابل کې وکارول شوې او تر ټولو کمې رايې په اروزګان ولايت کې په صندوقونو كې اچول شوې دي.
د صياد په خبره، په جوزجان کې په ټاكنو كې د ښځو د ګډون فيصدي زياته وه او هلته د ټولو راى وركوونكو ۵۳ فيصده يې ښځې وې.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو روان بهير د بېلابېلو بنسټونو له نيوكو سره مخ دى او د ټاكنو خپلواك كمېسيون يې په مديريت كې په ناكامۍ تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA